بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو موټربم برید څلور ولسي وګړي وژلي

Image caption د بلخ امنيه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي د تېرې شپې په چاودنې کې څلور ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان د شمالي ولايت بلخ امنیتي چارواکي وايي؛ په مزار شریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ د تېرې شپې موټربم برید څلور ولسي وګړي وژلي او لږ ترلږه ۱۱۰ کسان یې ټپیان کړي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي؛ چاودېدونکې توکي په یوه هینو ډوله باروړونکي موټر کې چې ډبرې پکې بار وې، ځای پرځای شوي و.

چاودنه تېره شپه (عقرب/لړم ۲۰مه) شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوه چې د قادري په وینا، هدف یې د جرمني کونسلګري وه.

ددغې ډیپلوماتیکې ادارې د ودانۍ دېوال یوه برخه نړېدلې، خو د کارکوونکو ته یې پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو د برید مسوولیت منلي او ویلي یې دي چې دا ددوی د ځانمرګو کار دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید غندلی او دا یې "د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی چې نه غواړي افغانستان نړۍ سره آزادې او غښتلې اړیکې ولري."

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن (عقرب/لړم۲۱مه) خپره شوې ویل شوي چې په دغې چاودنې کې عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ښاغلي غني ویلي؛ "د افغانستان دښمنان چې د ټولو بین‌المللي قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف په ملکي، ټولګټو او دیپلوماتیکو اماکنو د وحشیانه بریدونو له لارې د بشر ضد جنایتونه کوي، د دوی دا ناوړه عمل به تروریزم سره مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي."

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي غني مزارشریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو برید ته په اشارې ویلي؛ "ترهګرې" ډلې او د هغوی ملاتړي باید پوه شي چې د داسې کړنو په ترسره کولو سره به له عدالت او تعقیب څخه خلاص نشی.

ښاغلي غني ویلي؛ دغه ډول "ترهګریز" بریدونه د نورو د ملاتړ پرته ممکن نه دي، "ترهګریزې" ډلې او د هغوی ملاتړي باید پوه شي چې د داسې کړنو په ترسره کولو سره به د عدالت او تعقیب څخه خلاص نشی.

''ترټولو زوروره چاودنه ''

بلخ کې د بي بي سي خبریال امیر بریال وایي؛ د تېر شپې چاودنه بېسارې او په دغه ښار کې ترټولو پخوانیو چاودنو زوروره وه او ځمکه یې نژدې ۵ متره ژوره کړې ده. د بلخ اوسېدونکو د چاودنې غږ د برید له سیمې په ۱۰ کیلومترۍ کې اورېدلی.

چاودنې په سیمه کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې، د خلکو دوکانونه او کورونه یې ړنګ کړي او په یو کیلومترۍ کې یې د ودانیو ښیښې ماتې کړې دي. تراوسه د چاودنې له امله د مالي زیان کچه ارزول شوې نه ده.

د انځور حقوق .
Image caption د چاودنې له سیمې یو کیلومتر لرې سیمو کې د ودانیو ښيښې ماتې شوې دي

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ دا برید یې کندوز کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د مرګوني عملیاتو په غچ کې کړی دی.

+ "کندوز کې د وروستيو عملياتو موخه د طالبانو لوړ پوړي قومندانان وو"

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي؛ د دغو عملیاتو هدف چې۳۰ ولسي وګړي پکې ووژل شول د طالبانو مشران و. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي و چې دوی کره معلومات ترلاسه کړي و چې هلته د طالبانو مشران سره راټول شوي و.

هغه عملیات د کندوز ښار په څنډه کې الچین پله ته نژدې د بوزکندهاري سیمه کې شوي وو.

خو د افغانستان حکومتي چارواکي وايي؛ له درېیو ټپی شویو پولیسو پرته د جرمني پر کونسلګري د طالبانو برید ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

بلخوا نن سهار دوه ولسي وګړي مزار شریف ښار کې د چاودنې په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په ډزو ووژل شول.

چارواکي وایي؛ دغه پر موټر سایکل سپاره کسان هغه مهال ووژل شول چې خبرداریو ته یې پام ونه کړ او غوښتل یې له کلابندې سیمې تېر شي.

Image caption د تېر شپې چاودنه بېسارې او په دغه ښار کې ترټولو پخوانیو چاودنو زوروره وه چې غږ یې څو کیلومتره لرې اورېدل شوی او ودانۍ یې زیانمن کړې دي

تردې وړاندې د روان کال په جنورۍ کې هم په مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد شوی و.

ورته مطالب