د افغانستان ولسي جرګې د کابینې درې وزیران بې واکه کړل

رباني، اوریاخېل، بلیغ د انځور حقوق Rabbani/Baligh/Oryakhil
Image caption بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ (له ښي کیڼ لور ته)

د افغانستان ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ استیضاح اوله دندو ګوښه کړل.

د نن ورځې (عقرب/لړم ۲۲مه) د ناستې په پیل کې د ولسي جرګې مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر ددغو وزیرانو د استیضاح لاملونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانون نه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخستل شویو پیسو بېرته نه ورکول وبلل.

ښاغلي قدیر وویل؛ دغه وزیران تر ټاکلې مودې پورې د ۱۳۹۴ کال بودیجې لګولو کې پاتې راغلي دي.

د وزارتونو ستونزې څه وې؟

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد علي زاده چې د ۱۳۹۴ کال د قطعیې راپور یې جرګې ته وړاندې کاوه وویل؛ د بهرنیو چارو وزارت ټوله بودیجه ۴۴۸ میلیونه افغانۍ وه چې یوازې ۱۲۱ میلیونه (۲۷ سلنه) یې لګول شوې.

د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزارت په ۱۳۹۴ کال کې یوازې ۶ پرمختیایي طرحې لرلې چې یو یې د ملکیت رانیول چې پیسې یې هېڅ نه دي لګول شوي او درېیو نورو طرحو یې له ۵۰ سلنې کم لګښت درلود.

علي زاده وویل؛ پوښتنه دا ده چې ولې د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۴ کال خپله بودیجه نه ده لګولې؟ ولي ۶۶۱ میلیونه افغانۍ له احتیاطي او متفرقه کود نه د تنخواوو او توکو رانیولو کود ته لېږدول شوي دي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابينې درې غړي ولې بې واکه شول؟

هغه وویل؛ کومه اندازه نغدې پیسې چې د مالیې وزارت لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ورکړل شوي څه دپاسه ۵۶۵ میلیونه افغانۍ کېږي چې تر ۱۳۸۱ کال راوروسته ددغه وزارت په واک کې ورکړل شوی، خو پوښتنه دا ده چې برخلیک یې څه دی؟

+ "تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

د علي زاده په وینا، د افغانستان د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت ۹۲۴ میلیونه افغانۍ بودیجه لرله چې له دې یوازې ۲۶۳ میلیونه یې لګول شوي چې ۲۸،۵۱ سلنه کېږي.

هغه وویل؛ دغه وزارت ۱۱ پرمختیایي طرحې لرلې او پوښتنه دا ده چې ولې یې په ۱۳۹۴ کال کې لازم لګښت نه درلود؟

د هغه په وینا، دغه وزارت له قانون نه سرغړونه نه ده کړې، خو د مالیې وزارت ۳۰ میلیونه وړاندې ورکړل شوې شوې پیسې یې بېرته نه دي ورکړي.

ښاغلي علي زاده وویل؛ د فواید عامې وزارت بودیجه ۲۶ میلیارده افغانۍ ده چې له دې یوازې ۱۱ میلیارده افغانۍ لګول شوي او اندازه یې ۴۴،۹۰ سلنه کېږي.

نوموړی زیاتوي؛ دغه وزارت ۴۸۶ میلیونه وړاندې ترلاسه کړې پیسې بېرته نه دي ورکړي او له ۶۴ پروژو یې ۲۲ پروژې هېڅ پلې شوې نه دي او پر ۱۶ نورو یې تر ۵۰ سلنې کم لګښت شوی دی.

وزیرانو څه وویل؟

صلاح الدین رباني د وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل؛ دده د معلوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت لګښت په ۱۳۹۴ کال کې له ۷۳ سلنې ډېر دی.

هغه وویل؛ د بهرنیو چارو وزارت ټوله بودیجه ۷،۷ میلیون ډالره ده چې ۲،۸ میلیونه یې د اسیایي بانک لپاره ملکیت رانیولو اړوند وه چې ددغه وزارت په کنټرول کې نه وه او دغه بانک یې هم له پېرودلو تېر شوی او پیسې یې بېرته بانک ته ورګرځولې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه؛ همداراز ۱،۵ میلیون ډالر چې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د ودانۍ لپاره ځانګړي شوي وو د عملي کېدو پروړاندې یې ډېرې ستونزې وې او اختلاف د افغانستان د حکومت په کچه و.

د ښاغلي رباني په وینا، د کابل په لویدیځ کې د ډیپلوماتانو د ښارګوټي د احاطې دیوال لپاره ۵۴۱ زره ډالر ځانګړي شوي و او دا طرحه له بودیجې سره یې د ښارجوړونې وزارت ته ولېږدول شوه.

نوموړي په خپل وزارت کې له قانون نه سرغړونه رد کړه او ویې ویل چې د مالیې وزارت ډېره برخه وړاندې ترلاسه کړې پیسې یې بېرته ورګرځولې دي.

هغه زیاته کړه؛ له ۲،۸ میلیون ډالره پاتې بودیجې نه یې ۲،۱ میلیون ډالر لګولي دي.

د افغانستان د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل؛ د تدارک بهیر او د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو هوکړې ترلاسه کولو کې ستونزې دده په وزارت کې د بودیجې د کم لګښت لامل دی.

هغې وویل؛ د کار وزارت دوه عمده مرسته کوونکي، نړیوال بانک او اېټالیا وه چې د ایټالیا اړوندو طرحو حسابونو ته د پیسو لېږدولو کې ځنډ کېده.

اوریاخېل د بودیجې نه لګول کېدو نورو لاملونه ناامني او د وزارت لګښتونو کې ډېره سپما یاده کړه.

محمود بلیغ وویل؛ د اسنادو له مخې د فواید عامې وزارت له مالیې وزارت نه هېڅ ډول پیسې پوروړی نه دی.

هغه وویل؛ په ۱۳۹۴ کال کې دده په وزارت کې د بودیجې د نه لګول کېدو لامل دا دی چې کله دی په ۱۳۹۴ کال کې پردې څوکۍ وټاکل شو ټول قراردادونه لاسلیک شوي و.

ښاغلي بلیغ زیاته کړه؛ همداراز ۵۰ سلنه طرحې د پیسو د غوښتنې نه عملي کېدو له امله په ټپه ولاړې وې او ده وکولی شول چې بېرته یې فعالې کړي.

بلیغ ناامني یوه بله ننګونه یاده کړه او ویې ویل چې ددوی له طرحو ۴۰ میلیونه ډالر چې باید لګول شوي وای، په ناامنو سیمو کې وې.

هغه په پروژو کې حقوقي ستونزې، د بودیجې په لګولو کې بله ننګونه یاده کړه او ویې ویل چې یوازې د قیصار او لامان په اوږدو کې د حقوقي ستونزو له امله نژدې ۵۵،۹ میلیون ډالره منجمد پاتې دي.

وروستۍ پرېکړه

د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ غړو له ډلې نن ۲۰۷ کسان حاضر و. وزیران د خپل کار د دوام لپاره اړ و چې ۱۰۴ رایې ترلاسه کړي.

له رایه اچونې وروسته څرګنده شوه چې محمود بلیغ د تایید ۳۳ رایې، نسرین اوریاخېل ۵۶ رایې او صلاح الدین رباني د تایید ۵۸ رایې ترلاسه کړې دي.

نو په دې توګه درېواړه وزیران له دندو ګوښه کړای شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له غړو سره کتلي و.

ښاغلي غني وکیلانو ته ویلي؛ عمده ستونزه پر خپل وخت د بودیجې لګول دي، د نړۍ لږ ترلږه ۱۰۰ هېوادونه د بودیجې په لګولو کې ستونزه لري چې له دې ډلې ۱۰ تر ۲۰ هېوادونو د خپلې بودیجې ستونزه حل کړې ده.

د افغانستان ولسمشر ویلي؛ د بودیجې نه لګول کېدو بله ستونزه داده چې غیراختیاري بودیجې اړوند ده چې د هغه په وینا د بودیجې لګول کېدو په دغه برخه کې ځینې محدودیتونه لرلي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب