بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ بريد

طالبانو د افغانستان په مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ د برید پړه منلې ده. دې برید کې څلور کسان وژل شوي دي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو. پېښه پرون ماښام وشوه.

په چاودېدوونکو توکو بار یو موټر کونسلګرۍ ته نژدې والوت.

له چاودنې وروسته بیا اورپکو له افغان او جرمن امینتي ځواکونو سره په نښته شول. نور جزییات امیر بریال راکوي.