د کابينې درې غړي ولې بې واکه شول؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابينې درې غړي ولې بې واکه شول؟

د افغانستان د ولسي جرګې غړۍ هيلۍ ارشاد وايي دغه درې وزيران د بوديجې د نه لګولو له امله بې واکه شوي دي.

په دغو وزيرانو کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ شامل دي.

د هيلۍ ارشاد په وينا نژدې ۱۳ نور داسې وزيران هم شته چې له ۷۰ سلنه کمه بوديجه يې لګولی ده.

اړونده مطالب