د عکسونو البوم: هرات کې د زعفرانو د ګل نندارتون

د انځور حقوق Empics
Image caption په هرات ولایت کې هر کال د افغانستان د زعفرانو د بازارموندنې او زعفرانو ته د پام اړولو په موخه د زعفرانو د ګل نندارتون جوړېږي
Image caption تېر کال افغانستان کې څلورنیم ټنه زعفران تولید شول، سږ کال وړاندوېینه شوې چې دا شمېر به شپږو ټنو ته ورسېږي.
Image caption د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په وروستیو دوو کلونو کې د زعفرانو د کښت ځمکه له ۱۲۰۰ هکټارو څخه دوو زرو هکټارو ته رسېدلې ده.
Image caption د افغانستان د زعفرانو کیفیت د سیمې او نړۍ په کچه تر ټولو لوړ ګڼل شوی، خو افغانستان لاهم د زعفرانو د بسته بندۍ په برخه کې له خینو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخ دی
Image caption د زعفرانو د تولید، پروسس او پاکولو ډېری چارې د ښځو له خوا مخته وړل کېږي
Image caption هرات د افغانستان د ''زعفرانو پلازمېنه'' ګڼل کېږي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران په هرات ولایت کې تولیدېږي.
Image caption په تېره یوه نیمه لسیزه کې د زعفرانو کښت په هرات ولایت ښه تجربه ورکړه او بیا نورو ولایتونو ته هم د دغه بوټي کرکېله وغځول شوه
Image caption د افغانستان دولت په وروستیو کې د زعفرانو ملي طرحه تصویب کړه.
Image caption ددې طرحې پربنسټ، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د زعفرانو د تولید ډېرېدل او پروسس په پام کې نیول شوي.

اړونده مطالب