کابل کې امنیتي وضعیت او د ولسي وګړو اندېښنې

Image caption د پلازمېنې د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر فریدون عبیدي وايي د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په همدې موده کې د جرمونو کچه ۵ سلنه را ټېټه شوې ده

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي که له یوې خوا له چاودنو ځان خوندي نه ګڼي له بلې خوا يې جنايي پېښو ژوند تریخ کړی دی. ددې ښار ځینې اوسېدونکي وايي، د ګرځېدو راګرځېدو پروخت د خپل ځان او مال په اړه اندېښمن وي.

کابل کې د جنايي جرمونو ډېريدو خلک اندېښمن کړي

کابل ښاریان وايي، په نویو بڼو غلا او شوکې کېږي، غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د خلکو له کورونو د پلټنو په پلمه غلا کوي.

په خواله رسنیو کې هم کله ناکله د تښتول شویو ماشومانو زړه بوږنوونکي انځورونه او ویډیوګانې ښکته پورته کېږي، چې د همدې ماشومانو له ډلو ځینې یې د ښه قسمت څښتن وي چې د پیسو په بدل کې خوشي کېږي، خو ځینې نور بیا د انسان تښتوونکو له خوا د پیسو نه ترلاسه کولو له امله وژل کېږي.

بل لور ته د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، د موټرو او له ګاډو د پلیټونو غلا دوی ته لوی سرخوږی دی.

''د پولیسو پوسته هم نژدې وه ''

Image caption د کابل امنیتي چارواکي وايي د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې شاوخوا ۱۴۷۶ جنايي پېښې شوې، چې په تړاو یې ۲۴۹۱ کسان نیول شوي دي.

ارین د کابل اوسېدونکی وايي، وسله والو ترې موټر تښتولی.

''کابل کې امنیت نه شته، موږ د ګرځېدو راګرځېدو پروخت له غلاو، انسان تښتونو او قتلونو نه ډېر ډاریږو. د شپې اته بجې وې کور ته پر لار وم چې له یو موټره وسله وال کسان راکوز شول، زه یې له موټره ښکته کړم، لومړی یې ووهلم او بیا یې زما ۲۰۱۲ ډوله کرولا موټر وتښتاوه، موږ ته نژدې د پولیسو پوسته هم وه.''

څو ورځې وړاندې د کابل د قلعه فتح الله په سيمه کې د ''اکبر '' په نامه د یوې مرستندویې ادارې یوه اسټرالیايۍ کارکوونکې خپل کور ته نژدې نامالومو وسله والو وتښتوله.

خو د پلازمېنې د جنائي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر فریدون عبیدي بیا وايي چې د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په همدې موده کې د جرمونو کچه ۵ سلنه را ټېټه شوې ده:

''محرمې شمېرې''

''د اټکل له مخې سږ کال تر ټولو ډېرې پېښې ټپي کېدنې دي چې کېدای شي ۳۰۰ شاوخوا وي، شاوخوا ۱۰۰ قتل پېښې لرو او نور پېشې لکه غلا هم ترسره شوي. ''

له ښاغلي عبیدي نه مو د تېر کال د ثبت شویو پېښو شمېرو غوښتنه وکړه، ترڅو یې د سږ کال له پېښو سره پرتله کړو، هغه دا شمېرې ''محرمې '' وبللې او له ورکړې یې ډډه وکړه.

د جنايي جرمونو مخنیوي ته څه پکار دي؟

ځینې کسان پر دغو شمېرو نیوکه کوي او کره والی له پوښتنې سره مخامخ کوي.

د ولسي جرګې امنیتي کمیسون مرستیال عبدالحی اخندزاده د عبیدي خبره نه مني او وايي چې د تېر په پرتله دوی ته د پلازمېنې امنیتي وضعیت په اړه شکایتونه ډېر شوي:

''د تېر کال په پرتله سږ کال د پېشو کچه لوړه شوې. زه کولای شم ووایم چې درې برابره به لوړه شوې وي، ځکه موږ چې هره امنیتي غونډه نیسو د کابل له هرې حوزې خلک راځي او شکایتونو کوي، دغه شکایتونه دومره زیات دي چې موږ ورته رسیدلی نه شو.''

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند وايي، کابل کې امنیتي پېښې ځکه ډېرېږي چې په دې ښار کې سیاسي او عادي مجرمینو مشران دلته فعالیت کوي او پېچلي جرمونه ترسره کوي.

د هغه په وینا، ددې لپاره چې استخباراتي کړۍ افغان حکومت تر پوښتنې لاندې راولي، په دې ښار کې مجرمین روزي.

کابل ښاریان وايي لوټمارۍ ښار ناامنه کړی دی

یارمند وايي، نامسؤوله وسله وال د امنیت په خرابېدو کې لوی لاس لري او حکومت باید ددې ستونزو د حل لپاره د کلیو او بانډو مشرانو نه د مرستې غوښتنه وکړي:

پولیس او ټکنالوژي

''حکومت باید له سیاسي، عرفي، قومي او نورو مشرانو سره هوکړه وکړي چې په خپلو سيمو کې د امنیت په ټېنګ کې له حکومت سره جدي مرسته وکړي.''

هغه وايي، حکومت باید ښارونه او لویې لارې د امنیتي کمرو له لارې وڅاري او پولیس پر ټکنالوژي سمبال کړي.

که د جرایمو کچه ټېټه شوې وي یا لوړه، خو دومره ده چې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو په زړونو کې یې ویره اچولې.

Image caption د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند وايي، ددې لپاره چې استخباراتي کړۍ افغان حکومت تر پوښتنې لاندې راولي، په دې ښار کې مجرمین روزي.

د شنونکو په وینا، په امینتي حوزو کې د نا مسلکي کسانو ګمارنه، د یو شمیر امنیتي کسانو دغلو سره لاس یو کول، د واک ویش او لړزانه حکومتولي جنایت کونکو ته د جرمونو ښه موکه برابروي.

دوی وايي، که کابل ښار کې امنیتي وضعیت ښه نشي، د ژوند ډېرې برخې زیانمنولی شي.

"د پغمان ډله ییز تېري کونکو ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي"

اړونده مطالب