امنیتي چارواکي: سرپل کې لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption امنیتي چارواکي وایي د افغانستان په شمال کې له څلوېښتو ډېر وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د افغانستان په شمال کې د سرپل چارواکي وایي؛ په دغه ولایت کې د جګړو په لړ کې لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي دي.

د سرپل د پولیسو قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي؛ په تېرو څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې په جګړو کې ۴۷ مخالف وسله وال وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي؛ د سرپل ښار په څنډو اوس هم په څو سیمو کې خال خال جګړې شته خو مخالفین ونه توانېدل چې په تېرو ورځو کې پرمخ تګ وکړي.

د هغه په وینا، دا جګړې له ښار نه ۱۰ کیلومتره لرې غونډیو او له ښار نه تر ۵۰ کیلومتره لرې پرتو کلیو کې روانې دي.

ښاغلی باقي زوی وایي؛ په دغو جګړو کې د افغانستان څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

+ سرپل کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات کېږي

+ وسله والو د سنګچارک ولسوالۍ د امنیې قومندان وژلی

د افغانستان د عامه نظم پولیسو ویاند سهراب صمیم بي بي سي ته وویل؛ تېره شپه په سرپل کې د نظم عامه ځواکونو به عملیاتو کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نجیب الله چې په عطاؤ الله مشهور دی له خپلو لسو کسانو سره وژل شوی دی.

خو د سرپل د پولیسو قومندان وایي؛ تراوسه یې په دې اړه کره راپورونه نه دي ترلاسه کړي.

د سرپل والي ظاهر وحدت هم وایي؛ د وروستیو ورځو په جګړو کې فاریاب، جوزجان او سرپل ته د طالبانو لخوا نومول شوي والیان د افغانستان د امنیتي ځواکونو پروړاندې جګړه کوي.

ښاغلی وحدت وایي؛ له دغو نومول شویو والیانو یو سخت ټپي شوی او د وژل کېدو راپورونه یې هم خپاره شوي، خو تراوسه دقیق نه پوهېږي چې دا د کوم ولایت لپاره ټاکل شوی و.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان شمالي ولایتونه له امنو ولایتونو و چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پکې جګړو زور اخستی دی.

اړونده مطالب