ننگرهار کي د داعش لوړپوړی قومندان "ملابزرګ" هوایي برید کې وژل شوی

Image caption ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له ناارامو ولایتونو دی چې له پاکستان سره پوله لري

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د "ملا بزرګ" په نوم د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یو قومندان په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاؤ الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل؛ ملا بزرګ تېره ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) ناوخته د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی سیمه کې له خپلو ۷ نورو ملګرو سره یوځای د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

+ ننګرهار کې د داعش پر ضد "پوځي او هوايي" عمليات

ملا بزرګ د داعش له مهمو قومندانانو و چې د سیمه ییزو سرچینو په وینا ددغې ډلې لپاره یې خورا ډېر ارزښت درلود.

همداراز راپور ورکړل شوی چې تېره شپه یو سیمه ییز ملا عبدالصمد د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د داعش اړوند وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو پ وینا، دغه دیني عالم وړاندې د طالبانو لپاره د عشر او زکاټ ټولولو په تور د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و، خو داعش وسله والو هغه تېره شپه وژلی دی.

+ د پچیراګام قومي مخورو غونډه کې ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي

+ 'داعش د ننګرهار پچیراګام کې پر کورونو او پوستو بریدونه پیل کړي'

عشر د کرنیزو محصولاتو له لسو یوه برخه ده چې دولت ته ورکول کېږي او زکات هم د مسلمانانو دیني وجیبه ده.

ننګرهار کې د طالبانو او داعش غړي په وار وار په جګړه شوي دی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

که څه هم د افغانستان دولتي او نړیوالو ځواکونو څو ځلې ویلي چې دغه ډله یې ننګرهار کې ځپلې ده او د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یې د داعش جنګیالیو شمېر نیمایي کړی، خو له دغو ټولو هڅو سره سره لا هم داعش په افغانستان او په تېره بیا ننګرهار کې امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب