د بېسوادۍ لمنځه وړلو لپاره د افغانستان حکومت نوې طرحه

د انځور حقوق MOE
Image caption ښاغلي بلخي وویل افغانستان کې ۱۱ میلیونه کسان چې تر ۱۵ کلونو ډېر عمر لري بېسواده دي

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي؛ په هېواد کې د بېسوادۍ لمنځه وړلو او د سواد زده کړې اجباري کولو طرحه یې جوړه کړې ده.

د افغانستان د پوهنې سلب صلاحیت شوي وزیر اسدالله حنیف بلخي د یکشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۳۰مه) په یوه ناسته کې وویل؛ د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک بېسواده دي او ددوی له ډلې ۸۰ سلنه ښځې دي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه؛ تر ۱۵ کلونو د ډېر عمرلرونکو ۱۱ میلیونه بېسواده کسانو له ډلې ۵۰۰ زره کسان په ټول افغانستان کې د سواد زده کړې په ۱۵ زره مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

+ افغانستان د سواد د زده کړې ۳۰ زره مرکزونه لري

+ 'یوه افغانۍ یو ښوونځی'؛ د پوهنې پرمختیا نوې طرحه

د هغه په وینا، هرکال له ۳۰۰ تر ۳۵۰ زره کسان بریالي کېږي چې په دغو مرکزونو کې د سواد زده کړې پروګرام بشپړ کړي او د لیکلو او لوستلو جوګه شي.

د افغانستان پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال سردار محمد رحیمي وویل؛ د سواد زده کړې لپاره د خلکو بسیج کولو طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ د کابینې یوې کمېټې تصویب کړې ده.

هغه زیاته کړه؛ دا پروګرام به له راتلونکي کال نه پلی شي او له مخې یې د سواد زده کړې پروګرام د مدیریت، د سواد زده کړې کیفیت او د خلکو د ګډون او پلي کولو اړوند مسایلو کې به ښه والی راشي.

ښاغلي رحیمې ټینګار وکړ چې ددې پروګرام پر بنسټ، په هېواد کې د سواد زده کړې نصاب د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (یونسکو) په مرسته بدل شي او نوي روزنیز کتابونه به چمتو کړای شي.

هغه زیاته کړه؛ د سواد زده کړې اوسني کتابونه د سواد زده کوونکو د اړتیاوو له مخې نه دي. دا هغه خبره ده چې د زده کړې کارپوهانو په وار وار پرې نیوکه کړې خو دومره ورته پام نه دی شوی.

د انځور حقوق FB
Image caption د ښاغلي رحیمي په وینا د افغانستان د پوهنې د ټولې بودیجې یوه تر یوه نیمه برخه د سواد زده کړې لپاره بېله شوې ده

رحیمي وویل؛ دا طرحه به ډېر ژر د حکومت په کابینه کې تصویب شي او د یوه لارښوونې په توګه به عملي کړای شي.

د هغه په وینا، د افغانستان د پوهنې د ټولې بودیجې یوه تر یوه نیمه برخه د سواد زده کړې لپاره بېله شوې ده چې ښکاري دولت ورته ډېره کمه پاملرنه کوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه؛ افغانستان د نړۍ د درېیو هېوادونو له ډلې یو دی چې په پراخه کچه بېسوادي پکې ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

هغه ټینګار وکړ مناسبه نه ده چې افغانستان د نړۍ له "ترټولو بېسوادو" هېوادونو وي چې د بېسوادۍ له مخې د دوو افریقایي هېوادونو وروسته درېیم وي.

افغانستان کې د یونسکو استازې پاتریشیا مک فیلیپس وویل؛ د لویانو سواد زده کړه یو له هغو برخو ده چې په تېره یوه لسیزه کې یې پروړاندې په افغانستان کې "غفلت" شوی دی.

مېرمن مک فیلیپس زیاته کړه؛ د کلیوالو او په ځانګړې توګه د کلیوالو ښځو ترمنځ بېسوادي ډېره ده چې تر ۹۰ سلنې رسېږي. د هغې په وینا، په دغه کچه بېسوادي لامل کېږي چې ښځې زیانمنونکې، بېوزلې او په پراخ کچه بېکارې وې.

+ افغانستان کې د مېرمنو کار، تعليم که دواړه مهم دي؟

اړونده مطالب