د افغان کډوالو ستونزې

د افغان کډوالو ستونزې

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي په تېرو لسو میاشتو کې څه کم یو میلیون افغانانان چې بهر کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه، بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

ډېر دغه کډوال له پاکستانه تللي دي. افغان دولت ژمنه کړې هغو کډوالو ته چې هېواد ته ستنېږي او د اوسېدو کور یې نه وي نو یوه نمره ځمکه به ورکوي.

خو د کابل ختیځه څنډه کې ډېر بېرته ستانه شوي افغان کډوال په خېمو کې ژوند کوي او د هوا سړېدو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

نجما ځلا ورغلې وه او هلته یې له دغو ستنو شويو کورنیو سره خبرې کړې دي.