داعش په کابل کې د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې ځانمرګی بريد

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د کابل ښار په باقر العلوم جومات بريد يو "جنګي جنايت" بللی دی.

د روغتيا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په دغه ځانمرګي بريد کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۶۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په وينا، د بريد ټول قربانيان ولسي وګړي دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. له دغې ډلې سره تړلې وېبپاڼې "اعماق" په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د داعش ډلې يوه غړي په کابل کې نننۍ بريد ترسره کړی دی.

له دې مخکې د شپږمې امنیتي حوزې امر حفیظ الله علي زاده بي بي سي ته وویل، چې په دې چاودنه (ځانمرګي برید کې) " نږدې پنځوسو" کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دا مهال د روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ویلي، چې روغتونونو ته د دې پېښې د لسو کسانو مړي او ۴۵ ټپیان لېږدول شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر غني پر مذهبي او سپېڅلو ځایونو بریدونه له اسلام او د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني او د درز اچولو لپاره هڅه بللې

له بلې خوا سیمه کې یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "د امنیتي ځواکونو سره په مرسته کې مې شاوخوا ۳۵ کسان پخپله امبولانسونو ته پورته کړل. فکر کوم له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي".

د حوزې د امرحفیظ الله علي زاده په خبره، پولیسو ته په دې سیمه کې د چاودنې د احتمال په تړاو کوم رپوټ نه و رسېدلی.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

په خواله رسنیو کې د دې پېښې بوږنوونکي انځورونه خپاره شوي، چې درنه مرګ ژوبله ښيي.

د خواله رسنیو کارن لیکي چې دا برید ځانمرګی و.

باقر العلوم جومات په وروستیو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ویناوو په ځای بدل شوی و.

چارواکو منلې چې نن هم په دې جومات کې د عاشورا د څلوېښتۍ مراسم روان وو.

د انځور حقوق Getty Images

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډله پکې لاس نه لري.

غبرګونونه:

اشرف غني

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

د اعلاميې له مخې، ولسمشر غني پر مذهبي او سپېڅلو ځایونو بریدونه له اسلام او د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني او د درز اچولو لپاره هڅه بللې.

ولسمشر روغتیايي مرکزونو ته سپارښتنه کړې چې د دې پېښې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

اجرائیه ریاست

د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او عاملان یې "ترهګر" بللي، خو کومې ډلې ته یې ګوته نه ده نیولې.

هغه ټینګار کړی چې "ترهګر" په سپېڅلو ځایونو کې د ماشومانو په ګډون بې ګنا انسانان په ځانمرګو بریدونو سره په نښه کوي او دا کار د دوی "وحشیت او بې رحمي" ښيي.

د نوموړي په خبره، دا برید د افغان ولس ترمنځ درز نشي اچولی او عاملان به یې بیه ور کړي.

خو د حکومت د اجرایه رییس سلاکار اقاحسین سنچارکي په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې طالبانو په باقر العلوم جومات کې د څلوېښتۍ مراسم په نښه کړل او "ډېرې کورنۍ یې" د وېر په ټغر کېنولې.

حامد کرزی

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې د افغانستان د خلکو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.

د نومړي په خبره، د "د دښمنانو دسیسې" د افغانانو "یووالی او وحدت" له منځه وړلی نه شي.

افراسیاب خټک

د انځور حقوق Reuters
Image caption باقر العلوم جومات په وروستیو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ویناوو په ځای بدل شوی و.

له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک هم په خپل ټوېټر کې دا برید غندلی او لیکلي یې دي "په کابل کې د نن ورځې وحشتناک ځانمرګي برید د یو شمېر بې ګنا خلکو ژوند واخیست، موږ یې له کورنیو سره خواخوږي یو".

د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت پر جومات دغه برید غندلی او وايي چې د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو د دغه بريد په ترسره کولو سره يوځل بيا وښوده چې ديني شعائرو او د ګډ ژوند ارزښتونو ته پاملرنه او درناوی نه لري.

له سفارته خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، امریکا او نړیوال همکاران ژمن دي چې د روښانه او غوره راتلونکې د جوړولو لپاره به د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب