کابل کې دولتي ادارې د ښاروالۍ میلیاردونه افغانۍ پوروړي دي

Image caption د ښاروالۍ چارواکي وایي؛ "دولتي ادارې نژدې یو میلیارد افغانۍ او خصوصي شرکتونه له درېیو ملیاردو افغانیو ډېر پوروړي دي."

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي؛ لسګونه دولتي ادارې او خصوصي شرکتونه یې ۴،۵ میلیارده افغانۍ پوروړي دي. دا پورونه د تبلیغاتي لوحو، ښاري خدمتونو او د پاکوالي د لګښتونو دي.

ځینو دولتي ادارو د ښاروالۍ دا ادعا رد کړې ده.

کابل کې د نفوسو له ګڼوالي سره چې اوس ویل کېږي شاوخوا پنځه میلیونه اوسېدونکي لري، د ښار فضا ډېره ککړه شوې ده او هغو چې څو لسیزې وړاندې یې دلته ژوند کړی اوسنی حالت ورته له زغمه وتلې ده. د کثافاتو انبارونو د ښار څېره بدله کړې ده.

کابل ښاروالي د تنظیف ۳۰۰۰ کارکوونکو سره ددغه خځلو د پاکولو لپاره هرکال شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ لګوي، هغه پیسې چې دا اداره یې باید له ښاري مالیې بېرته پوره کړي.

+ وروستیو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ عواید دوه برابره شوي

+ د کابل ښاروالۍ 'فساد' تورن دوه چارواکي نیول شوي

د کابل ښاروالۍ د ښاري عوایدو مشر عبدالوکیل عطایي وایي؛ پر دغو وزارتونو، خپلواکو ادارو او خصوصي شرکتونو له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې پورونه پاتې دي. ښاغلي عطایي وویل؛ "دولتي ادارې نژدې یو میلیارد افغانۍ او خصوصي شرکتونه له درېیو ملیاردو افغانیو ډېر پوروړي دي."

هغه وویل؛ "په ټوله کې ۵۸ دولتي ادارې له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۳ کال پورې پوروړي دي. دغو ادارو ته مو رسمي مکتوبونه لېږلي، خو مثبت ځواب مو ترلاسه نه کړ، نو اوس د مالیې وزارت مسوولیت دی چې موږ سره مرسته وکړي." عطایي زیاتوي؛ یو شمېر شرکتونه عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شوي او د یوه خصوصي شرکت د یو میلیارد افغانۍ پور په محکمې کې دی.

Image caption ښاغلی عطایي وایي؛ یو شمېر شرکتونه عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شوي او د یوه خصوصي شرکت د یو میلیارد افغانۍ پور په محکمې کې دی.

د کابل ښاروالۍ ترټولو ډېره پوروړې اداره د ملکي هوايي چلند ده چې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي. خو ددې ادارې چارواکي بیا د پور اندازه دومره نه بولي.

ددغې ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي؛ دوی چمتو دي چې له ۱۳۹۲ کال راپدېخوا له ښاروالۍ سره خپل حساب پاک کړي، خو تر هغې وړاندې کلونو د پورونو مسوولیت د ترانسپورت وزارت دی، "کوم مهال چې زموږ اداره ورسر یوځای وه."

+ پر حکومتي ادارو د برېښنا شرکت ۳۰ میلیون ډالر پور

پخپله د ترانسپورت وزارت د ښاروالۍ په لست کې د ۷۱ میلیون افغانیو پور سره په داسې حال کې دویم ځای لري چې دغه وزارت له هرډول پور نه انکار کوي.

د ترانسپورت وزارت مالي او اداري رییس عبدالوهاب ضیا وایي؛ د پورونو په تړاو وزارت ضد او نقیضې شمېرې ترلاسه کړي چې ترډېره ددغه وزارت اړوند نه وې.

هغه وویل؛ "د ترانسپورت وزارت د پاک کارۍ له درکه یوه افغانۍ هم د ښاروالۍ پوروړی نه دی، د ۷۱ میلیونه افغانیو ادعا چې کوي باید موږ ته یې له جزییاتو سره توضیح کړي. وړاندې ښاروالۍ ویلي و چې له هوایي ډګر نه پوروړي یو، په داسې حال کې چې د ښاروالۍ موټر اجازه نه لري هوایي ډګر ته ننوزي، نو موږ د څه شي لپاره پیسې ورکړو."

Image caption له کابل ښار نه د کثافاتو لېږدولو لپاره کابل ښاروالي هرکال سلګونه میلیونه افغانۍ لګوي

کابل ښاروالۍ اوس د مالیې وزارت لمنه نیولې چې که وکولی شي دغه پیسې ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت د بودیجې رییس ضیاؤ الرحمن حلیم وایي؛ که ښاروالي وغواړي خپل پورونه ترلاسه کړي کولی شي له مختلفو لارو پر دغو ادارو فشار راولي چې یوه یې هم د خدمتونو بندول دي.

خو ښاغلی حلیم وایي؛ ښه لاره یې دا ده چې دولتي ادارې د مالي کال په پای کې د قسط په ډول خپل پورونه ورکړي.

د مالیې وزارت دغه چارواکي وویل؛ "د ټولو پیسو ورکړه امکان نه لري، خو د پاتې پیسو یوه برخه موږ د ادارو له بودیجې ښاروالیو ته ورکوو."

کابل ښاروالي د هغو ادارو له ډلې ده چې خپله بودیجه د خپلو عوایدو له لارې چمتو کوي او هرکال تر څلور میلیارده افغانیو عادي او پراختیايي بودیجه لري.

خو پر دولتي ادارو پورونه یې د کال تر بودیجې هم زیاتېږي، هغه پیسې چې د ښاروالۍ د چارواکو په وینا ښاري خدمتونه پرې لوړولی شي، هسې خو هم د افغانستان په ډېرو ښارونو کې د ښاري خدمتونو پر کموالي او کیفیت نیوکې ډېرې دي.

کابل ښاروالي د تنظیف یا ښار پاکونې لپاره ۳۰۰۰ کارکوونکي لري او هرکال شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پر ښاري خمتونو لګول کېږي، هغه پیسې چې دا اداره یې باید له ښاري مالیې بېرته پوره کړي.