غور کې دوه تښتول شوې ښوونکې خوشي شوې

Image caption غور د افغانستان له مرکزي ولایتونو دی

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ دوه ښوونکې چې تېره ورځ تښتول شوې وې، خوشی شوې دي.

د غور د پوهنې ریاست چارواکو ویلي؛ دغه دوه ښوونکې، ورسره یو سړی او د خوراک نړیوال سازمان درې کارکوونکي تېره ورځ په شهرک ولسوالۍ کې وتښتول شول.

د غور د پوهنې ریاست ویاند شاه محمود شهاب بي بي سي ته وویل؛ دغه کسان د سپین ږیرو د هڅو په ترڅ کې خوشي شوي او د شهرک ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دی.

دغه کسان تېره ورځ د شهرک ولسوالۍ پرلاره هغه مهال د ناپېژانده وسله والو کسانو له لوري وتښتول شول چې د خوړو نړیوال سازمان په موټر کې سپاره وو او د ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته تلل.

چا ددغې انسان تښتونې مسوولیت پرغاړه نه دی اخستی. طالبانو هم په دې اړه خبرې ښوولې وه.

+ غور کې "شپږ تنه ملکي وګړي تښتول شوي"

+ غور کې پنځه مسافر تښتول شوي

اړونده مطالب