د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې درېيو پرلپسې چاودنو پنځه کسان وژلي

ننگرهار
Image caption ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له نا ارامو ولایتونو دی چې پر طالبانو سربېره د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې وسله وال هم پکې فعال دي

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار حکومتي سرچینې وايي؛ په مرکز جلال اباد ښار کې درېیو پرلپسې چاودنو لږ ترلږه پنځه کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاو الله خوګیاڼی نن (عقرب/لړم ۵مه) بي بي سي ته وویل؛ لومړنۍ چاودنه کې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د نظارت خونې رییس په نښه شو او دغه امنیتي چارواکی له خپل زوی سره ووژل شو.

نوموړی د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې په نښه شو او کله چې د پېښې سیمې ته پولیس پرلاره و، د هغوی پر موټر دویمه چاودنه وشوه.

ښاغلي خوګیاڼي وویل؛ درېیمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د لومړنۍ چاودنې په سیمه کې امنیتي مامورین او خلک راټول و.

د ننګرهار د ولایت ویاند وویل؛ د جلال اباد ښار د دویمې او څلورمې امنیتي حوزې په چاودنو کې د وژل شویو له ډلې دوه امنیتي سرتېري او درې ملکي وګړي دي او ۲۴ نور ولسي وګړي او درې سرتېري ټپیان شوي.

تر اوسه ددغو پیښو مسولیت چا پرغاړه نه دی اخستې.

د پچیراګام قومي مخورو غونډه کې ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي

جلال اباد: د ولایتي شورا غړي کور کې ځانمرګی برید شوی

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له ناارامو ولایتونو دی چې کله ناکله ترې د دولتي ځواکونو او مخالفو اورپکو د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

پر طالبانو سربېره د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې وسله وال هم په دې ولایت کې فعال دي.

وړاندې تردې هم په جلال اباد ښار کې پر دولتي ادارو او کارکوونکو خونړي بریدونه شوي چې مسوولیت یې طالبانو او داعش ډلې پرغاړه اخستی.

په وروستي ځل د لړم په ۱۰مه د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه د پچیراګام ولسوالۍ د قومي مخورو پر غونډې داعش ډلې ځانمرګی برید وکړ چې لږ ترلږه څلور کسان یې ووژل.