افغانستان	د ميندوارۍ لپاره تر ټولو ناوړه هېواد
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له پراخو نړیوالو مرستو سره سره، افغانستان لا تر اوسه د ماشوم زېږون له ستونزو کړېږي.

افغانستان لا هم د ماشوم زېږون لپاره په نړۍ کې يو له ډېرو خطرناکونو هېوادونو دی. دغلته په ډېرو سیمو کې سم روغتیايي مرکزونه او زېږنتونونه نشته چې مېندې د ماشوم زېږولو لپاره ورشي. د پوره روزل شوو قابلو نشتوالی هم يوه ستونزه ده. داسې سیمې هم شته چې هېڅ قابله په کې نه شته. د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ لپاره زموږ همکاره ثنا ساپۍ کابل کې پر همدې له مېندو سره غږېدلې او داسې مرکز ته ورغلې چې ښايي د دې درد درمل ولري.