داعش سره یو ځای کېدونکي ۲ ځوانان کابل کې ونیول شول

د انځور حقوق NDS
Image caption دا ځوانان په هرات ولایت کې دې ډلې ته ور جذب شوي وو.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، هغه دوه افغان ځوانان یې په کابل کې ونیول چې غوښتل یې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغو ځوانانو غوښتل د ځانمرګو بریدونو او چاودونو د روزنې ترلاسه کولو لپاره ننګرهار ولایت ته لاړ شي.

ملي امنیت ریاست دا هم وايي، نیول شویو منلې، چې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د داعش د تبلیغاتي مسوول ملا عبدالطیف په هڅو دې ډلې ته ور جذب شوي دي.

دا اداره د داعش دا هڅه "د ځوانانو له احساساتو ناوړه کار اخیستل" بولي او زیاتوي چې ځوانان یې په درواغجنو ژمنو دوکه کړي وو.

* داعش په افغانستان کې!؟

* ننګرهار کې د داعش پر ضد پاڅون

* خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

ملي امنیت په خپله خبرپاڼه کې له کورنیو، مشرانو او دیني عالمانو غوښتي چې د ماشومانو او زلموټو لار ښوونه وکړي، ترڅو له "ترهګرو" ډلو سره یو ځای نه شي.

داعش په افغانستان کې د څو بریدونو په تېره د دغه هېواد په شیعه یانو د دهمزنګ، سخي زیارت او باقر العلوم جومات خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی چې له امله یې تر ۱۵۰ کسانو مړه او په سلګونو نور ټپیان شول.

افغان حکومت او نادولتي ادارې وېریږي چې د افغانستان جګړه به مذهبي بڼه خپله کړي، هغه څه چې تراوسه په دغه هېواد کې بې مخینې دي.