افغان او ترکمن ولسمشرانو د اقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف دا پروژه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراخولو کې یو لوی مثبت ګام بللی

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د آقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته.

ویل شوي د اورګاډي دغې پټلۍ له لارې به د افغانستان سوداګریز توکي په پنځو ورځو کې اروپا ته ورسیږي.

افغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ پروژه پرانيستل شوه

د افغان اورګاډي پټلۍ غځولو تابيا

د اقینې اورګاډي پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې د اسیا له نړیوالې اورګاډي پټلۍ سره نښلوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددغې پروژې پرانیستل په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د یوه لوی پروګرام په توګه یاد کړل.

د اورګاډي دغه پټلۍ د ترکمنستان له "اتا مرات امام نظر" سیمې پیلېږي او په لومړي پړاو کې نژدې څلور کیلومتره د افغانستان د ننه د اقینې بندر کې غځول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اورګاډي د دغې پټلۍ ۸۵ کیلومتره به د ترکمنستان د ننه او تر ۳۰۰ کیلومتره ډېر د افغانستان له شمالي ولایتونو تېرېږي.

ددغې پټلۍ د پرانیستلو مراسم هم مهاله، په دواړو هېوادونو (افغانستان او ترکمنستان) کې پیل شول.

لومړی یې د پرانستلو مراسم د ترکمنستان اتا مرات امام نظر د کنفرانسونو په سالون او بیا د افغانستان د ننه د اقینې بندر کې د موسیقۍ، نڅا او خوښیو په لړ کې ترسره شول.

ولسمشر اشرف غني، چې له تېرو درو ورځو راهیسې ترکمنستان کې دی، د افغانستان په تړاو د ترکمنستان سیاست دوستانه وباله.

هغه وویل، اقینه د کار پیلامه او د افغانستان په تاریخ کې د یوه نوي څپري پرانیستل دي. ده وویل تر درو کلونو پورې به د پرمختیا نور پروګرامونه هم پیل شي.

د اورګاډي د دغې پټلۍ ۸۵ کیلومتره به د ترکمنستان د ننه او تر ۳۰۰ کیلومتره ډېر د افغانستان له شمالي ولایتونو تېرېږي.

ددغې پروژې لومړی کار په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی و.

که څه هم په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ جوړېدو چارې دقیقې بیاارزونې او نقشې ایستلو ته اړتیا لري، خو د یادې پروژې د بشپړولو لپاره د اټکل له مخې د اسیا پراختیايي بانک د نژدې ۳۸۰ میلیون ډالرو لګولو ژمنه کړې ده.

دا مهال د اقینې اورګاډي پټلۍ یوازې څلور کیلومتره برخه د افغانستان د ننه جوړه شوې ده.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف پخپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره وویل، دا پروژه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراخولو کې یو لوی مثبت ګام دی.

د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ غځول د ترکمنستان - افغانستان - او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د طرحې یوه برخه ده.

د انځور حقوق Universal Images Group
Image caption لومړی یې د پرانستلو مراسم د ترکمنستان اتا مرات امام نظر د کنفرانسونو په سالون او بیا د افغانستان د ننه د اقینې بندر کې د موسیقۍ، نڅا او خوښیو په لړ کې ترسره شول.

ددې پروژې په بشپړېدو سره به، افغانستان د اورګاډي نړیوالې پټلۍ د شبکې له لارې له اسیا او اروپا سره ونښلول شي.

دا مهال افغانستان په لوېدیځ کې له ایران او په شمال کې له ازبکستان سره د اورګاډي د پټلیو له لارې نښلول شوی دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ددغې پروژې لومړی کار په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی و.

دا د افغانستان د ننه د اورګاډي د پټلۍ جوړولو درېیمه لویه پروژه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:

''د دغې پټلۍ په پرانیستلو سره به د افغانستان خلکو په اقتصادي حالت کې ستر بدلون رامنځ ته شي. افغانستان به له اروپا، منځنۍ آسیا او نورو هغو هېوادونو سره چې په دې لار کې دي وتړل شي.ګګ

ورته مطالب