د چورلکې لوېدو کې د افغان قول اردو یو قومندان وژل شوی

د قول اردو یو قومندان د انځور حقوق FB
Image caption د بادغیس او هرات ځایي چارواکو د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې په پېښه کې د بادغیس د ملي امنیت او د ولایتي شورا مشران هم ټپيان شوي دي.

افغان چارواکي وايي د ۲۰۷ نمبر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوی.

پېښه نن سې شنبه د نومبر ۲۹مه د غرمې وروسته د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په کلي کې رامنځ ته شوې.

د چارواکو په وينا په دې پېښه کې د دغه ولايت د ملي امنيت او د ولايتي شورا رييسان هم ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې جنرال محي الدين غوري په کندوز کې د ۲۰ پامير فرقې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

د هلمند والي دغه ولایت ته د طالبانو مشرۍ لېږدېدل رد کړل

خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

د بادغیس او هرات ځایي چارواکو د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې په پېښه کې د بادغیس د ملي امنیت او د ولایتي شورا مشران هم ټپيان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل چی پېښه د خرابې هوا له کبله رامنځ ته شوې خو د بادغیس د ځایي چارواکي بیا تخنیکي ستونزې ته اشاره کوي.

د انځور حقوق FB
Image caption طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی ويشتلې.

طالبان ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی ويشتلې.

دغه سیمه کې په دې ورستیو څو میاشتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.

چارواکي وايي چورلکه ځمکې سره نژدې الوتنه کوله ځکه په کې نور سپاره کسان ژوندي پاتې شوي دي.

اړونده مطالب