د افغانستان ولسي جرګې سوېډن سره د کډوالو په تړاو تفاهملیک رد کړ

افغانستان د انځور حقوق WJ
Image caption د افغانستان ولسي جرګې دغه تفاهملیک د اساسي قانون خلاف وباله

د افغانستان ولسي جرګې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د سوېډن حکومت ترمنځ شوی تفاهمیک رد کړ.

ولسي جرګې د نن ورځې (چهارشنبه، قوس/لیندۍ ۱۰) په ناسته دا تفاهم د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف وباله.

د افغانستان د اساسي قانون د ۹۰مې مادې له مخې، "د دولتونو ترمنځ د تړونونو او بین المللی میثاقونو تصدیق او یا له هغوی څخه د افغانستان بېلول" د دغه هېواد د ملي شورا صلاحیت دی.

د استازو مجلس د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړي عبدالقیوم سجادي ددغه تفاهملیک په اړه وویل؛ دا تفاهلیک له یوې خوا د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون له ژمنو سره په ټکر کې دی او له بلې خوا "د افغانستان ملي ګټې" نه تامینوي.

هغه زیاته کړه؛ ددغه سند نوم "د کډوالۍ په برخه ې د همکارۍ لپاره د افغانستان او د سوېډن حکومتونو ترمنځ تفاهملیک" اېښودل شوی، خو حقوقي الزامونه یې تر یوه تفاهملیک وراوړي.

+ په خپله خوښه له جرمني ستانه شوي افغان کډوال کابل ته ورسېدل

+ اروپا ته د تلونکو افغان کډوالو شمېر"۱۴۶ زرو" ته رسېدلی

د هغه په وینا، که دا سند د حکومت لخوا لاسلیک شي، نو د پلي کولو په برخه کې به یې جدي الزامونه د افغانستان د حکومت پرغاړه وي.

هغه په دې برخه کې د حکومت پرچلند په نیوکې سره وویل؛ ددې پرځای چې په دې سند کې په داوطلبانه ډول د کډوال پر بېرته ستنېدو ټینګار وشي، په زوره د هغوی پر ویستلو ډېر ټینګار شوی.

ښاغلي سجادي وویل؛ ددغه سند په یوه برخه کې راغلي؛ د کورنیو د یووالي ساتلو لپاره د کومو کسانو چې د پناه غوښتنه نه ده منل شوې، د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره چې منل شوي دي د سوېډن پرېښودو ته اړ دي.

هغه دا ماده د بین المللي کنوانسیونو خلاف وباله او ویې ویل چې خبره باید برعکس وای. که د یوې کورنۍ د ځینو غړو د پناه غوښتنه منل شوې وای، باید پاتې غړي چې غوښتنې یې رد شوي، سوېډن کې د پاتې کېدو حق لرلی وای.

دا سند وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لخوا لاسلیک شوی او د رد یا تایید لپاره یې ملي شورا ته استول شوی دی.

د نن ورځې په ناسته کې ۱۲۳ استازو برخه لرله چې یوازې ۶ استازو دغې هوکړې ته مثبته رایه ورکړه.