د افغانستان دولت د کورونو پېرلو اوږدې مودې پور پروګرام پیلوي

مسکن د انځور حقوق NADERI
Image caption د ښار جوړونې وزیر د مرکزي بانک او ملي بانک له چارواکو سره په کتنه کې

د ښارجوړونې وزارت ویلي؛ د افغانستان بانک، ملي بانک (دواړه دولتي دي) او د مالیې وزارت سره په همکارۍ هڅه کوي ددغه هېواد خلکو ته د کورونو اخستو لپاره د اوږدې مودې پور ورکړې لاره برابر کړي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور ددغو پورونو د ورکړې په اړه بي بي سي ته وویل چې اندازه به یې د مشتري او بانک د غوراوي له مخې څرګنده شي؛ د بانک او مشتري ترمنځ د هوکړې اړوند ده چې د ګټې اندازه د اسلامي که عادي بانکدارۍ له مخې حسابوي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سعادت منصور نادري پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي؛ د ملي بانک او د افغانستان مرکزي بانک له چارواکو سره یې خلکو ته د اوږدې مودې پور ورکولو په تړاو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د اوږدې مودې پور لومړني سېسټم جوړښت د ملي بانک لخوا جوړ شوی او د تصویب لپاره مرکزي بانک ته سپارل شوی دی.

+ کارموندنه او هستوګنځای 'د افغانستان دولت جدي ننګونې دي'

+ کابل کې د خواجه رواش ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

ښاغلي نادري ټینګار کړی؛ وزارت یې هڅه کوي چې خلکو ته ددوی توان سره سم کورونو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان وګړو ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې سېسټم رامنځته کېدو سره به هغوی وکولی شي په ډېرې اسانۍ د افغانستان له ملي بانک نه د کور اخستو لپاره د اوږدې مودې پور ترلاسه کړي.

د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته وویل؛ ددغه وزارت هڅه دا ده چې دا طرحه هرڅومره ژر چې کېدای شي پیل شي.

هغه زیاته کړه؛ ددوی د ارزونو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې دوه میلیونه کورونو ته اړتیا ده.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د افغانستان دولتي ملي بانک په دې برخه کې تراوسه لېوالتیا ښوولې او مرکزي بانک هم ترې ملاتړ کړی دی.

هغه وویل؛ دولت هڅه کوي په راتلونکي کې نور خصوصي بانکونه چې په دغه هېواد کې فعالیت کوي، هم په دې بهیر کې ونډې اخستو ته وهڅوي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه؛ دا پروګرام به د افغانستان په لویو او کوچنیو ښارونو کې پلی شي او د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن وزارت د پلان له مخې ټاکل شوې ده هغه کسان تر پوښښ لاندې راولي چې په یوه ځل د کور اخستو د پیسو ورکړې توان نه لري.

د انځور حقوق NADERI
Image caption د ښار جوړونې وزیر د مرکزي بانک او ملي بانک له چارواکو سره په کتنه کې

+ چين کابل کې د کورونو جوړولو لويه پروژه پيلوي

+ د روسیې شرکت کابل کې کورونه جوړوي

څه موده وړاندې د افغانستان د ښار جوړونې وزیر وویل؛ د افغانستان نفوسو ته په کتو کارموندنه او مسکن د دغه هېواد عمده ننګونې دی.

د کورونو کموالی په افغانستان کې يو له لویو ستونزه ده، چې ډېری خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. په تېره یوه کال کې سره له دې چې دولت د مسکن ستونزې د حل په برخه کې ګامونه پورته کړي، خو کافي نه دي.

د کارپوهانو به وینا، په دې برخه کې د افغانستان د خلکو د ستونزې هوارۍ لپاره، دولت اړ دی چې څو ډوله کورونه چې د دولت لخوا تعریف او طرحه کېږي جوړ کړي ترڅو د کم او منځنۍ کچې عاید لرونکي خلک یې د اخستو توان ولري.

کارپوهانو د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو کورونه په لاندې دول ډلبندي کړي: مناسب مسکن چې د هر متر مربع بیه یې ۲۶۰ ډالره وي، ښه مسکن چې بیه یې ۶۶۰ امریکایي ډالره وي او عالي مسکن چې د هر متر مربع بیه یې د ۱۰۰۰ ډالرو معادل وي.

ورته مطالب