ولسمشر غني د پوځ وژل شوي قومندان جنازه پر خپلو اوږو ولېږدوله

جنرال غوري د چورلکې د لوېدو په پېښه کی ووژل شو د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال غوري د چورلکې د لوېدو په پېښه کی ووژل شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ظفر ۲۰۷ نمبر قول اردو د وژل شوي قومندان محي الدین غوري د جنازې مراسمو کې له نورو لوړپوړو چارواکو سره ګډون وکړ.

ولسمشر د خښولو په مراسمو کې وژل شوي قومندان ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه.

جنرال غوري تېره سه شنبې د بادغیس د موریچاق په سیمه کې د چورلکې د لوېدو په پېښه کی ووژل شو.

د چورلکې لوېدو کې د افغان قول اردو یو قومندان وژل شوی

په هغو لومړیو کسانو کې چې د جنرال غوري تابوت یې پر اوږو واخیست، یو هم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني و.

Image caption د جنرال غوري جنازه د پنجشنبې په ورځ لوېدیځ هرات ولایت کې وشوه

ده په دې پېښه کې د قول اردو د وژل شوي قومندان او یوه پيلوټ له کورنیو سره غمشریکي وکړه. د جنازې تر لمانځه مخکې وژل شوي تورن جنرال غوري ته د ډګر جنرالۍ او جګړن عبد الواسع پيلوټ ته د ډګرمنۍ د رتبې د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان ولوستل شو.

ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې د ظفر قول اردو د وژل شوي قومندان ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ټولو هغو افسرانو او عسکرو د کورنیو د وضعیت په اړه هره میاشت مالومات ترلاسه کوي چې په جګړو کې وژل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو ادعا وکړه چې دا چورلکه دوی ویشتلې خو افغان چارواکو دا خبره رد کړې

ده زیاته کړه چې د کورونو د جوړولو په سترو پروژو کې به د لومړیتوب حق همدغو کورنیو ته ورکوي.

بادغیس کې چارواکو وویل، جنرال غوري بالامرغاب ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره تللی و.

د بالامرغاب موریچاق سیمه په وروستیو کې د جګړو شاهده وه.

طالبانو ادعا وکړه چې دا چورلکه دوی ویشتلې، خو د افغانستان د دفاع وزارت او سیمه ییزو چارواکو ویلي، دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله له کنټروله ووته او راولوېده.

ورته مطالب