ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی

اشرف غنی د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني داسې هېواد ته سفر کوي چې د طالبانو رژیم یې په رسیمت پېژانده. طالبانو خپلې واکمنۍ کې د بامیانو بتان چې د افغانستان یو له سترو فرهنګي میراثو و مات کړل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د "تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

دا بین المللي کنفرانس ابو ظبی حاکم د شیخ محمد بن زیاد او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په نوښت او د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان په ملاتړ د ډسمبر په دویمه او درېیمه ترسره کېږي.

په دغه ناسته کې د هېوادونو مشران، کارپوهان او د نړیوالو سازمانونو استازی او همداراز د بین المللي پولیسو (انټرپول) چارواکي ګډون کوي.

ددغې ناستې ګډون کوونکي په جګړه ځپلو سیمو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې څرنګوالی ارزوي.

ویل شوي په دې ناسته کې به ځینې پرېکړې هم وشي چې د تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو لرونکو جګړه ځپلو هېوادونو مرسته وکړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په نژدې څلور لسیزه کړکېچ کې یې فرهنګي میراثونه لوټل شوي، یا هم تر ګواښ لاندې دي یا په یوه ډول زیانمن شوي دي.

په وروستیو ۱۵ کلونو کې ددغه هېواد یو شمېر فرهنګي میراثونه د نړیوالو فرهنګي میراثونو په کتار کې راغلي، خو لا هم ددغه هېواد ډېر شمېر فرهنګي میراثونه له ګواښ سره مخ دي.

نو له دې پلوه د افغانستان د ولسمشر سفر هم د اهمیت وړ بلل کېږي، که څه هم څرګنده نه ده هغه به ددغه جګړه ځپلي هېواد د فرهنګي میراثونو په برخه کې د پانګونې لپاره څومره وکولی شي د نړیوالو سرچینو پاملرنه جلب کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر صلاح الدین رباني په دې سفر کې د ولسمشر ملګری دی.