سل ښځې، عکاسي، د افغانستان د نجونو نوې مینه

Image caption په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ښځینه عکاسانو شمېر ډېرشوی دی

څو میاشتې وړاندې د عکاسانو ورځ وه. د فېسبوک یو ډېر شمېر افغان کارونکو یو بل او خپل ځان ته د دې ورځې مبارکي ویله. د هغوی شمېر دومره وو چې له مخې يې پوهېدای شوای چې اوس په افغانانو په تېره بیا نجونو کې عکاسي ډېر مینه وال لري.

اوس له کمرې سره د عکسونو اېښودل او یا د هغو عکسونو اېښودل چې عکاس يې ټولنیزې شبکې کاروي، ډېر شوی دی او ښايي ویلای شو چې په یو نوي ډول "فیشن" بدل شوی دی.

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: 'زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی'

د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

عکاسۍ سره د مینې په دې نوې څپې کې، ځینو نجونو په مسلکي ټوګه عکاسي زده کړې ده او ځینې نورې په آماتور ډول دې ډګر ته راغلې دي. یو شمېر يې ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

ډېری داسې نجونې شته چې د عکاسۍ کمره ورته یو ملګری او ان یو نوی معشوق ګرځېدلی.

عکاسي د ژوند د نورو عرصو په شان افغانو ښځو لپاره بې ستونزو نه ده خو د زړه د خوښۍ وسیله او یوه خوږه سرګرمي هم ده.

"د عکاسۍ کمره مې د زړه تنګۍ د ورځو ملګرې ده"

Image caption طاهره رضايي

طاهره رضايي یم. په ایران کې لویه شوم او تحصیل مې وکړ. تجربي ډپلوم لرم او درې کاله کېږي چې عکاسي کوم. عکاسي مې هم مهاجرت کې د ایران د مشهد په ښار کې د عکاسۍ په آزادو ښونځیو کې زده کړه.

کله چې نوې ځوانه وم د عکاسۍ کمره مې درلوده او معمولا به مې کورني عکسونه اخیستل.

پنځه کاله پخوا له خپلې کمرې سره افغانستان ته لاړم. ډېرو مې عکسونه ستایل. لومړی ځل مې د افغانستان په موضوع کې په مشهد کې د عکاسۍ په سیالۍ کې ګډون وکړ او ډېرو لیدونکو زما عکسونه خوښ کړل. د دې مسلک د دوام لپاره مې انګېزه دوه چنده ډېره شوه.

اوس مې د عکاسۍ کمره د زړه تنګۍ د ورځو ملګرې ده. د خپل ژوند اندېښنې تر ډېره د عکسونو په مرسته بیانوم. د مستندو ټولنیزو عرصو عکاسي مې ډېره خوښېږي. په درې نندارتونونو کې مې ګډون کړی. تر ټولو مهم يې په کابل کې "د یو پټ ژوند ځینې برخې" په نامه یو نندارتون و.

کله کله ښځینه عکاسه کېدل ډېر عالي وي په تېره بیا کله چې د عکاسۍ موضوع ښځې وي خو ځینې ناوړه اړخونه هم لري. هماغه په کوڅو کې د ځورونې جنجال. کله چې په کوڅو یا یوې ګڼې ګوڼې کې عکاسي کوۍ، ډېرې بدې خبرې اورئ، یو ځل يې زما پر لور ډبرې هم وویشتلې.

د عکاسۍ د وخت تر ټولو ښې خاطرې مې ولایتونو ته د سفرونو دي. خلکو سره خبرې کول او راز راز کلتورونو سره آشنا کېدل. د متفاوتو خلکو پېژندنه هیجان هڅوونکې ده.

"عکاسي زما مینه ده"

Image caption نیلوفر نیکپور

نیلوفر نیکپور یم. د کابل په پوهنتون کې د ښکلو هنرونو د څانګې محصله یم. عکاسي زده کوم او درې کاله کېږي چې د عکاسۍ له خوځښت ډکې نړۍ ته ننوتې یم. تراوسه مې څو نندارتونونو کې ګډون کړی.

عکاسي مې مینه ده او کمره مې د بدن د یوغړي په څېر راباندې ګرانه ده. دومره خپلې کمرې سره تړلې یم چې کله چې یو دوست يې راڅخه په پور وړي بیا راستنېدو لپاره يې شېبې شمېرم.

تراوسه نه پوهېږم چې دعکاسۍ کوم سبک مې خوښ دی. یوه ورځ غواړم فلسطین ته لاړه شم او د جګړې د چاپېریال عکاسي وکړم خو سبا ته يې په سټوډیو کې د هنري عکاسۍ مینه را پیدا شي اوغواړم په هنري ډول کار وکړم.

ټول شیان د تجربې په حالت کې دي خو تراوسه مې تر ډېره مستند کارونه کړي او شاوخوا کسان مې د یوې مستندې عکاسې په توګه پېژني.

کله چې افغانستان کې یوه ښځه له کوره وځي د ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. اوس نو فکر وکړئ چې که یوه ښځه چې د عکاسۍ کمره يې پرغاړه وي له کوره ووځي، د خلکو غبرګون به څه ډول وي؟ داسې ګوري لکه چې یو فضايي انسان يې لیدلی وي.

کوښښ کوم عکاسۍ ته له تلو وړاندې د محل له وکیل او د پولیسو له نماينده سره کارونه همغږي کړم چې ستونزې مې کمې شي خو بیا هم داسې شیان شته چې له وړاندې يې مخنیوی نشي کېدی.

د عکاسۍ ډېرې خاطرې لرم. د مني په موسم کې د کچالو د کرنې کروندو د لیدلو لپاره بامیانو ته تللې وم.

دوه نجونې چې غوايي ورسره وو په کاربوختې وې. یوغوايی سر راوګرځاوه او زما پر لوري راغی. د کمرې لینز مې زوم وو او ځان سره مې وویل چې د تیښتې فرصت لرم، لومړی به عکس واخلم. ناڅاپه د غوايي ښکر زما پرمخ ولګید او په شدت سره پرشا ولوېدمه.

پوه شوم چې د کمرې لینز زوم نه بلکې عادي دی. مخ مې خوږېده خو خوښه وم چې کمرې ته مې زیان نه دی رسېدلی.

"افغانستان کې عکاسي او عکاس کېدل سخت دي"

Image caption ویګاه مقربي

ویګاه مقربي یم. د کابل پوهنتون د ښکلیو هنرونو د ښونځي د تیاتر د کارګردانۍ د رشتې فارغ التحصیله او په ترکيې کې د هنر زده کړه کوم.

یو کال مې د کابل په پوهنتون کې عکاسي زده کړه او په دې برخه کې مې راز راز ورکشاپونو کې ګډون وکړ. دا ټول د دې سبب شول چې عکاسي راته په یوې انګېزې او علاقې بدله شي. اوس درې کاله کېږي چې عکاسي کوم. تراوسه مې په ډېرو نندارتونونو کې برخه اخیستې او عکسونه مې نندارې ته وړاندې شوي.

د عکاسۍ په هنري څانګه کې، د یو عکاس تقریبا ټولې ځانګړتیاوې چې هدف، مفکوره، او د یو عکس رنګ، فضا اوچاپېریال په کې شامل دي، د عکاس په خپل لاس کې وي، په مستندو او ټولنیزو ډولونو کې هم دا ځانګړتیاوې تر یوې اندازې د عکاس په واک کې وي، ښايي له همدې امله وي چې هنري او ټولنیزه عکاسي مې ډېره خوښېږي او غواړم په همدې برخو کې عکاسۍ ته دوام ورکړم.

عکاسي او عکاس کېدل په افغانستان کې په تېره بیا چې یوه ښځه اوسئ ډېره سخته او له لوړو ژور ډکه ده، خو دغې پټې مینې تل دې ته اړکړې یم چې کمره په لاس کې ونیسم او ټولو خنډونو سره مقابله وکړم.

یوځل مې د عکاسۍ په وخت کې امنیتي مسولینو سره شخړه درلوده او پښه مې تر امنیتي حوزې پورې ورسېده.

د عکاسۍ په وخت کې مې د ژوند تر ټولو ښکلې شېبې، بېلابېلو ولایتونو لکه بامیان، غور، دایکنډي، پنجشیر، ننګرهار او کندهار ته سفرونه وو.

"له سینګار پرته بهر وځم خو له کمرې پرته نه!"

Image caption شریفه محمدي

شریفه محمدي یم. د کابل پوهنتون د تاریخ له برخې فارغه شوې یم. د افغان ښځو د تساوي او تعلمی مرکز (AWEC) کې مې د عکاسې او خبریالې په توګه کارکړی. دوه نیم کاله کېږي چې عکاسي کوم.

د عکاسۍ زده کول مې د تساوي په موسسې کې د خبریالۍ پر مهال پیل کړل او د هغې علاقې له کبله چې درلوده مې دغې رشتې ته مې د درېیمې سترګې فوټوژورنالیزم په مرکز کې هم دوام ورکړ.

عکس او عکاسي مې خوښېږي او غواړم د ټولنې او په تېره بیا د هېواد د ښځو د وضعې د بیانولو لپاره یوه لاره ولرم.

د عکاسۍ کمره مې اوس راته درېیمه سترګه شوی ده اوغواړم نړۍ د همدې درېیمې سترګې په وسیله ثبت او حافظې ته وسپارم. د یوې ځوانې نجلۍ په توګه د خپلو همزولو په پرتله له سینګار پرته بهر ته راوتل راته آسانه دي خو د عکاسۍ له کمرې پرته نه.

زیاتره مې ټولنیزه او مستنده عکاسي خوښېږي ځکه احساس کوم چې خلکو ته نژدې یم. فکر نه کوم چې تراوسه به په عکاسۍ کې پوخوالي ته رسېدلې یم او له همدې امله مې تراوسه په هېڅ نندارتون کې ګډون نه دی کړی خو هیله منه یم چې یوه ورځ له محتوا ډک یو نندارتون جوړکړم.

هېڅ کار بې ستونزو او بې تشویشه نه دی. خو مهمه دا ده چې څرنګه پر دغو ستونزو بریالي شوو.

د امنیت نشتوالی او دودیزه ټولنه موږ عکاسانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه ده. په یاد مې دي چې د عکاسۍ لپاره د کابل د کمپنۍ د سیمې یو ځای ته تللې وم. څو کسان چې چړې يې په لاسونو کې وې زما د عکاسي د کمرې اخیستلو او زما د وېرولو لپاره راپسې راروان وو. کله کله د هغوی په اوږې وهلو او بې ربطه خبرو د عکاسۍ په ترڅ کې زما ذهني تمرکز ګډوډ کاوه.

د خوښۍ خو دردونکې خاطرې هم لرم. آخ آخ مه وايئ ځکه تراوسه چې راته رایاد شي دردونکې دي. د عکاسي لپاره د چنډاول غره ته تللې وم. هوا سړه وه او پورته ختلې لاره له خټو ډکه. د یوې نایابه شېبې د ثبتولو لپاره بې پروا په بیړه روانه وم چې ناڅاپه مې پښه ونښته او...

"خلک زما او زما د عکاسۍ د کمرې هرکلی نه کوي"

Image caption بهاره محبوبي

بهاره محبوبي یم د ادبیاتو محصله. درې کاله کېږي چې عکاسي کوم. عکاسي مې په مسلکي ډول نه ده زده کړې خو په دې هکله مې ډېره مطالعه کړې ده او په پوهنتون کې مې د زده کړې یوه دوره درلودله. غواړم عکاسي په علمې توګه زده کړم.

ګرځنده کمره مې تل راسره وي او کله کله د دفتر د مسلکي کمرې سره د عکاسۍ لپاره بهر وځم. زما له نظره عکاسي د شېبو د ثبت لپاره یوه ښه لاره ده. د ژوند د شېبو د یادګار جوړولو لپاره.

د ټولنې او طبیعت عکاسي مې ډېره خوښېږي. تراوسه مې په کوم نندارتون کې برخه نه ده اخیستې خو غواړم چې یوه ورځ د افغانستان تر ټولو ښه عکاسه شم.

کله چې د عکاسي لپاره بهر وځم له کمرې مې هېڅوک هرکلی نه کوي. کله کله خلک داسې چلن کوي لکه چې زما کمره یوه وسله وي. ځورونې او پرزې ویل یو عادي چلن شوی او ان کله کله د امنیتي مسولینو لخوا هم له ستونزو سره مخ شوې یم. اکثرا له خپلو دوستانو سره په ګډه عکاسي ته ځوو.

د هغه څه برخلاف چې تل ورسره مخ شوې یم، کله چې د کابل د ښار د علاوالدین روزنتون ته لاړم، بېوزلو او یتیمو ماشومانو زما او زما د کمرې تود هرکلی وکړ.

د عکس اخیستلو لپاره د هغوې لیوالتیا او له کمرې سره زموږ د لیدلو له امله د هغوې خوښي، زما د عکاسۍ د وخت یوه نه هېرېدونکې خاطره شوه.

اړونده مطالب

ورته مطالب