محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ ټېلفوني خبرې کړي

غنی د انځور حقوق ARG/Gettyimages
Image caption محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ تېره شبه ټېلفوني خبرې کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د کانونو برخې پراختیا سره ددغه هېواد له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې کابل دې برخه کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی.

ښاغلي غني زیاته کړې؛ د افغانستان پرمختیا لپاره د امریکا پانګونه ثمر ته د رسېدو په لومړنیو پړاوونو کې ده او ددغو هڅو دوام کولی شي داسې فرصت برابر کړي چې د افغانستان خلک وکولی شي له خپلو پراخو طبیعي سرچینو په اغېزناک ډول ګټه پورته کړي، اقتصاد ته وده ورکړي او پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ ښاغلي غني تېره شپه (جمعه، قوس/لیندۍ ۱۲مه) له ښاغلي ټرمپ سره پر ټېلفون خبرې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ هم ویلي؛ د افغانستان طبیعي سرچینې د پام وړ دي او د هغه دولت چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره ددغو سرچینو په سمه توګه ګټه اخستو کې مرسته وکړي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ویلي؛ افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره مناسب پوتانسیل لري او ددې هېواد طبیعي سرچینې کولی شي په دې برخه کې له کلیدي عناصرو وګڼل شي.

ښاغلي غني په دغو خبرو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې وبللې او زیاته یې کړه چې تمه کېږي دا اړیکې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې لا پسې ټینګې شي.

+ د افغانستان ملي یووالي حکومت مشرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې

+ نیویارک ټایمز: ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته لېوال ښکاري

هغه ویلي؛ د ترهګرۍ پروړاندې د امریکا او افغانستان ګډه مبارزې، واشنګټن د افغانستان د خلکو بنسټیز او محوري ملګری ګرځولی دی.

د افغانستان د ارګ د لیکنې له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان پر امنیتي مسایلو هم خبرې وکړې او ښاغلي غني د امریکا له مالي او تخنیکي مرستو مننه وکړه او دا مرستې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پياوړتیا کې حیاتي وبللې.

ښاغلي ټرمپ هم ټینګار کړی چې امریکا به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر زیاته کړې، که افغانستان په امنیتي برخه کې نورو مرستو ته اړتیا ولري، د هغه دولت به د اړتیاوو تر ارزولو وروسته د لا ډېر امنیتي ملاتړ برابرولو ته پام واړوي.

ښاغلي ټرمپ او ښاغلي غني همدراز پر سیمه ییزو مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نظرونه شریک کړل او په دې برخه کې یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

+ "افغانستان، هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ پرې سترگې پټې کړې"

د خبرو په اوږدو کې ښاغلي ټرمپ له ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو مسایلو د لا ډېر بحث لپاره امریکا ته سفر وکړي. ولسمشر غني هم ښاغلي ټرمپ افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ویلی؛ هیله من دی چې افغانستان او په دغه هېواد کې مېشت امریکایي سرتېري وګوري او په لومړني ممکن وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.

ورته مطالب