شرم؛ افغانه نجلۍ: راته یې وویل فیسبوک کې به دې رسوا کړم

خاطره د انځور حقوق Getty Images
Image caption زما پلار زما تر ټولو لوی ملاتړی دی. هغه زما د ټولو بریاوو تر شا دی.

هره ورځ، میلیونونه خلک پر ټولنیزو رسنیو انځورونه خپروي. خو د نړۍ په ځینو برخو کې، ان ډېری پاک انځورونه هم ستونزې زېږولی شي.

دلته د افغانستان یوه ۲۰ کلنه محصله خاطره فیضي راته وايي دې هغه وخت تجربه کړه چې د پښتنو د جرګې مخالفت يې وکړ او د یوې خبریالې په توګه یې کار پیل کړ او پر فیسبوک یې تبصرې پیل کړې.

د پښتنې ټولنې د ښځو لپاره په رسنیو کې کار کول ګران کار دی - خو تل مې دا هیله وه چې یوه ژورنالیسته شم او له خپلې ټولنې سره مرسته وکړم.

د دې کار پرضد لومړنی کس زما ورور و. پلار مې زما ملاتړ کاوه - هغه زما په هیلو پوهېدلی و او لیدل یې چې زه څومره هڅانده وم.

زما وروڼو او خویندو نه غوښتل چې کار وکړم، او زموږ ځینو خپلوانو به ویل زموږ په کورنۍ کې هېڅ داسې نجلۍ نه ده تېره شوې چې د کار لپاره بهر ته ووځي.

ځینو به دا ویل چې "که هغه د رسنیو لپاره کار پیل کړي، نو موږ ته به شرم راوړي. "

ما په هلمند ولایت کې د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزیون سره کار پیل کړ او دا کار د ستونزې له پیلېدا ډېر وړاندې نه و.

که دلته تاسو د ښځې په توګه په رسنیو کې کار کوئ او که پر فیسبوک فعال یاست، خلک غلطه انګېرنه کوي.

پت، شرم او باج اخیستنه د انلاین په نړۍ کې

شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

د کار په ځای کې دوو کسانو زما ځورول پیل کړل، بیا یې رانه ناوړه غوښتنې کولې او په پای کې یې ګواښلم.

کله مې چې دوی ته اهمیت ورنه کړ، دوی مې هغه میموري کارت غلا کړ چې زما شخصي شیان او د کورنۍ انځورونه په کې وو.

Image caption د شرم په نامه د پروګرامونو په لړۍ کې بي بي سي پر موبایل ټیلېفونونه او ټولنیزې رسنیو د ځورونو له دې پټې ناروغۍ پرده پورته کړې ده.

کله چې دوی زما فلش ډسک غلا کړی و، ما ته یې لا ډېر ګواښونکي پیغامونه راستول "ما ستا انځورونه ترلاسه کړي - ایا له ما سره مینه کوې او که نه؟ که زما خبره ونه منې نو زه به ستا انځورونه پر فیسبوک شریک کړم. او بدنامه به دې کړم. "

زه خوشحاله وم چې زما انځورونه پر فیسبوک خپاره شي. په دوی کې هېڅ بد انځور نه و، په هر حال، زه په رسنیو کې کار کوم او پر خپلې فیسبوکپاڼې مې خپل انځورونه خپروم.

خو په فلش کې هلته ځینې کورني انځورونه هم وو، او ځینې داسې انځورونه وو چې ما په کې پړونی نه وو پر سر کړی او د کورنۍ د ځینو واده شویو ښځینه غړو عکسونه هم په کې وو.

تاسو باید پوه شئ که په کندهار کې یوه نجلۍ خپل انځورونه خپاره کړي، خلک فکر کوي چې ګني نجلۍ خرابه ده. خلک ان دا تصور هم نه شي کولی چې ګني دغه نجلۍ پر انټرنېټ د خپلو انځورونو په خپرولو سره خپل ځان ته زیان رسوي.

هر ډول انځورونه، هغه که هرڅومره پاک او سپېڅلي وي، د ښځې حیثیت ورانولی شي.

شرم، "زه خپل مېړه وشرمولم"

د شرم لړۍ ځانګړې پاڼه

لږ موده وروسته مې ټلوېزیون کې دنده پرېښوده، خو دې کار هم د دوی مخه ونه نیوه.

دوی پر فیسبوک زما په نامه د دغو انځورونو خپرولو لپاره پنځلس جلا اکونټونه جوړ کړل او زما د پروفایل انځور یې وکاراوه.

کله چې دغه انځورونه خپاره شول، زما خویندو او ورېندارګانو ته لویې ستونزې جوړې شوې. خلکو ګنګوسې خپرې کړې، ورته به یې ویل چې "ستا خور پر فیسبوک ستاسې عکسونه خپروي، تاسو په خپله ځان رسوا کوئ".

دغو انځورونو ما ته هم ستونزې پیدا کړې، ځکه چې زما کورنۍ داسې فکر کاوه چې ګني ما دغه انځورونه قصداً خپاره کړي. دوی به پوښتل "دې ولې له موږ سره دا کار وکړ؟".

په هلمند کې مې وروستیو ورځو کې اخطارونه ترلاسه کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عکس د بي بي سي له ارشیف نه

چې رښتیا ووایم ډېره نه وېرېدم، خو کله چې د سړي ذهن له داسې شیانو سره بوخت شي، نو ژوند کول ستونزمن شي، ځکه چې له ستونزې نه د کورنۍ د ژغورولو هڅه باید وشي.

زه له هلمنده ووتلم او دلته د کابل پوهنتون ته راغلم.

زما کورنۍ لاهم په هلمند کې ده.

پښتنې کورنۍ معمولاً خپلې پېغلې لور ته په یوازې بل ښار یا په بل ښار کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي - خو زما په دې قضیه کې، زه دې کار ته اړ ایستل شوې یم.

د کورنۍ ملاتړ

زما پلار زما تر ټولو لوی ملاتړی دی.

هغه زما د ټولو بریاوو تر شا دی. کله مې چې د دغو ګواښونو په اړه هغه ته وویل، ده راته وویل "که ته د دغو شیانو په اړه اندېښمنه یې، نو ته هېڅکله له کوره نه شې وتلی. خو که ته ډاډمنه یې چې غواړې زده کړې وکړې، نو هېڅ پروا یې مه کوه. خلک غواړي ته وروسته پاتې شې، دوی دې وېروي، د زده کړو مخه دې نیسي چې په کور کې پاتې شې. خو که غواړې مخته ولاړه شې، نو دغه خبرې باید بابیزه وګڼې."