پر ټولنیزو شبکو او ورځني ژوند کې د ښځو د ځورونې لامل څه دی؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: پر ټولنیزو شبکو او ورځني ژوند کې د ښځو د ځورونې لامل څه دی؟

په دې وروستیو کې بي بي سي د شرم په نامه د ریپوټونو په ځانګړې لړۍ کې د شرم، ډار، پت او ټوله کې د ګوښه کېدو په اړه د ځینو کسانو کیسې خپرې کړې.

د بي بي سي څېړنې وموندله چې په دودیزو ټولنو کې زرګونه نجونې او ځوانې ښځې پر ټولنیزو شبکو د خپلو تصویرونو د خپرولو له امله له ګواښ سره مخامخ کېږي او آن باج ورکولو ته اړ اېستل کېږي.

سکس، شرم او باج اخیستنه د انلاین په نړۍ کې

شرم؛ افغانه نجلۍ: راته یې وویل فیسبوک کې به دې رسوا کړم

شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

افغانستان کې هم ښځې پر ټولنیزو شبکو او ورځني ژوند کې ځورول کېږي.

پر ټولنیزو شبکو او ورځني ژوند کې د ښځو د ځورونې لامل څه دی؟ مخنیوي یې څنګه شونی دی؟

ابراهیم امیري له اوریدونکو سره پر همدې موضوع بحث کړی.

د شرم لړۍ؟

د بي بي سي یوې څېړنې ومونده چې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا په محافظه کارو ټولنو کې زرګونه نجونې د هغوی د شخصي یا د پارونکو انځورونو له کبله د شرم په پلمه ګواښل کېږي.

د شرم په نامه د پروګرامونو په دې لړۍ کې بي بي سي پر موبایل ټیلېفونونه او ټولنیزې رسنیو د ځورونو له دې پټې ناروغۍ پرده پورته کړې ده.

اړونده مطالب