غني: افغانان خیرات نه، بلکې له هر چا سره ښه اړیکي غواړي

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني له ځوانانو وغوښتل چې په زدکړو کې باید د سیمې له هېوادونو مخکې شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغانستان د لویې جرګې په تالار کې لوستو ځوانانو او پیغلو ته په وینا کې وویل، چې افغانان له چا خیرات نه، بلکې له هر چا سره ښه اړیکي غواړي.

نوموړي د روانې اونۍ په لومړیو کې د اسیا زړه کانفرنس کې د اسلام اباد پر چارواکو غږ کړی و، چې افغانستان ته د پنځه سوه میلیون ډالرو د مرستې پر ځای دا پیسې په خپل کور کې د "ترهګرۍ" پر ځپلو ولګوي.

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا وینا د افسوس وړ وبلله، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل، دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

ولسمشر غني په کابل کې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې له افغانستان سره د هند د مرستو یادونه وکړه او دا یې هم وویل، چې افغان ځوانانو ته یې د زدکړو لپاره خورا ډېر بورسونه ور کړي دي.

* پاکستان: افغانستان کې د سولې لپاره تل رول لوبولو ته تیار یو

* د پاکستان حکومت خبرداری: قبایل له ویزې پرته افغانستان ته نشي تللی

* د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟

نوموړي له افغان ځوانانو وغوښتل چې د نورو ګاونډیو هېوادونو( چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، هند) ډېره پوهه ولري.

نوموړي د ګاونډیو هېوادونو په یادولو کې دوه ځلې د پاکستان نوم یاد کړ او وروسته یې وویل، چې افغانستان له چا خیرات نه غواړي، بلکې د حکومت په کچه ښه اړیکي ور سره غواړي:

"که یو کال مو (ارام) پرېږدي، پنځه سوه میلیون ډالر مې په خپل لاس پیدا نه کړل، لاس مې پرې کړئ، که پنځه کاله مو پرېږدي که پنځه سوه میلیون ډالر مرسته مو ور سره ونه کړه بل لاس مې پرې کړئ".

افغان ولسمشر ځوانان د هېواد شتمني وبلل او یو ځل بیا یې له دوی سره سره ژمنه ور کړه، چې کار به ورته پیدا کوي.

خو غونډې ته راغلو یو شمېر ځوانانو له ولسمشر غوښتنه درلوده چې له دوی سره د کار موندلو پخوانۍ ژمنې پر ځای کړي.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په حکومتي چوکاټ کې په زرګونو څوکۍخالي دي خو په سلګونو زره ځوانان له بیکارۍ کړېږي.