د یوي نظرپوښتنې پایلې: افغانستان کې خلک هرکال درې میلیارده ډالر بډې ورکوي

شفافیت
Image caption دا نظر پوښتنه په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې لخوا د یوې تازه نظرپوښتنې پایلې ښيي چې افغانستان کې خلک هرکال درې میلیارد ډالره بډې ورکوي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د موندنو له مخې؛ تر ناامنۍ او بیکارۍ وروسته، فساد لا هم د افغانستان د خلکو لویه ستونزه ده.

ددغې ادارې مشر اکرام افضلي وایي؛ دا نظرپوښتنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې او نژدې ۸۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې ده.

ددې سروې پایلې فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې (ډسمبر ۹مه) یوه ورځ وړاندې نن د قوس/لیندۍ په ۱۸مه په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې خپرې شوې.

تر نیمایي کمو کسانو چې ورسره خبرې شوې دي، فساد یې لیدلی او د هغه راپور یې ورکړی، خو ډېر خلک باور لري چې دا کار کومه ګټه نه لري او د فساد په لمنځه وړلو یا کمېدو کې هېڅ اغېز نه لري، ځکه چې هغوی ډېر له عدلي او قضایي ادارو سره ستونزه لري.

ددغې نظرپوښتنې نژدې ۷۰ سلنه ګډونوالو، محکمې، قاضیان او څارنوالان فاسد بللي دي.

پوښتل شویو کسانو ویلي؛ دغو ادارو ته یې چې د تګ اړتیا پېښه شوې، نو ۵۵ سلنه مواردو کې ترې رشوت غوښتل شوی.

+ ایشیا فونډېشن: افغانستان کې له دولته د خلکو هیلې کچه کمه شوې

دا ارزونه همدرازا ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له حکومت نه د خلکو رضایت ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او خلک تر هر بل وخت ډېر د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

تېره ورځ د اسیا بنسټ (ایشیا فونډېشن) هم په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال په لړ کې یوازې ۲۹،۳ سلنه خلکو ویلي چې هېواد یې پر سم لور مخته ځي.

د روڼوالي بنسټ نظرپوښتنه کې ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې ده. ۴۹ سلنه په دې باور دي چې نړیواله ټولنه افغانستان کې له فساد سره مبارزې لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري او په تېرو کلونو کې یې له زورواکو او د نشه یي توکو له مافیا نه په ملاتړ سره یې د فساد بهیر کې لاس لرلی دی.

په دغه نظرپوښتنه کې د افغانستان خلکو ټینګار کړی چې فساد پر امنیتي او اقتصادي وضعیت منفي اغېزه کړې او فساد د ترهګرۍ په ملاتړ او پیاوړتیا کې رول لري.

د روڼتیا سازمان مني چې په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت له فساد سره مبارزه پیل کړې، خو وایي ناکافي ده.

دا اداره وایي؛ ددغې نظرپوښتنې پایلې باید دولت او نړیواله ټولنه هیښه کړي. د روڼتیا د څار ادارې د افغانستان له حکومت نه غواړي چې له فساد سره مبارزه د خپل کار په لومړیتونو کې راولي او له فاسدو کسانو سره په تېره بیا لوړپوړو دولتي چارواکو سره په قطعي توګه چلند وکړي.

Image caption د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوِ وایي، اداري فساد د پخواني حکومت میراث دی

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ددغې نظرپوښتنې پایلو ته په غبرګون کې وایي؛ اداري فساد داسې میراث دی چې له پخواني حکومت نه د ملي یووالي حکومت ته پاتې دی.

هغه ټینګار کوي چې اوس حکومت له فساد سره د مبارزې جدي هوډ لري او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه عدلي او قضایي او تدارکاتو په برخه کې اصلاحات راغلي دي.

دا د روڼتیا د څار سازمان پنځمه نظرپوښتنه وه. دا بنسټ په هرو دوو کلونو کې په دې اړه یو ځل نظرپوښتنه خپروي.

ورته مطالب