پر افغان پولیسو د دود سیوری، ۱۱۵ سړي خو یوه پوله ساتې پولیسه

تورخم
Image caption د تورخم پر لانجمنې دروازه پینځه ښځینه سرحدي پولیسې دندې ترسره کوي.

د افغانستان په پوله ساتو ځواکونو کې شاوخوا ۲۰۰ ښځې په دندو بوختې دي. چارواکي وايي پنځه سوه ښځو ته د دوی په تشکیل کې ځای شته خو پر پولو د دوی د اوسېدو لپاره شرایط لا نه دي برابر.

افغان دودونو ته په کتو لا اړینه ده چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه لا ډېره وي په ځانګړي ډول د پلټنو پر مهال.

د تورخم پر کرښه د هغو پنځو ښځینه پوله ساتو لیدو ته ولاړم چې شپه ورځ په دې کرښه فعالې دي.

''حکومت د 'ډېرو' ښځینه پولیسو ګومارنه کې پاتې راغلی''

افغانې پولیسې امریکایی قراردادي وواژه

د افغان پولیسو یوازې یو ٪ ښځې دي

۳۵ کلنې شبنم چې له کور او کورنۍ یې لسګونه کیلومتره لېرې ژوند کوي، ویل یې چې د خپلې هېوادنۍ مینې زور پر ډیورنډ کرښې په تورخم دروازه کې د پولې ساتنې ته ودرولې.

د بوختیا ډېره برخه یې له پښتونخوا افغانستان ته پر کرښه د را اوړېدونکو ښځو پلټنه ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زما همکاره ثنا ساپۍ کابل کې یوه تر ټولو بوختې پوستې ته ورغلې وه او ویې لیدل چې د ښځینه پولیسو کموالی څومره پر ورځني ژوند اغېز کوي.

یو کال کېږي شبنم د پوله ساتو ځواکونو په جامو کې فعاله ده.

مېرمن شبنم وايي "شپه ورځ دلته یم، کار مو ګران خو په مینې یې کوم. وطن راته ګران دی او اوږه په اوږه له سړیو سره په کار بوخته یم. مشران او هم مسلکان مو له موږ سره تل ښه چلند کوي دا حس نه راکوي چې موږ ښځې یو او ګواکې کار نشو کولای ".

د شبنم لپاره د خپلې خوښې دغه دنده د ډېرو کړاوونو په بیه ده. موږ لیدل چې پر دغې مور یوه بله ورځ هم ماښام کېده. دا چې پنځه ماشومان لري او تر ټولو کوچنۍ لور یې د دوو کلونو ده. د غېږې دغه ماشومه اونۍ کې یوازې یوه ورځ خپله ستړې مور ویني.

Image caption د تورخم پر دروازې د ورځي زرګونه کسان اوړي را اوړي.

د تورخم پر لانجمنې دروازه چې د افغانستان او پاکستان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې هم شوي پینځه ښځینه سرحدي پولیسې دندې ترسره کوي.

یوه بله پوله ساتې ګل ناز چې په همدې دروازه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په لاس ټپي شوه خو نه یې کرښه پرېښوده او نه هم دنده.

شبنم ویل چې وطن سره مینې دې دندې ته هڅولې خو ګل ناز له احساس سره په خوا کې د کورنۍ د خورا لوېدلي اقتصاد خبره هم کوي او وايي د وطن ساتنه یې د روزۍ ګټلو لاره هم ده.

ترکیې ۱۹۰ افغان پولیسې روزلې دي

په کندهار کې ښځينه پوليس ډېر شوي دي

ګل ناز وايي "کورنۍ را ترغاړې ده اقتصاد مو ښه نه دی، ماشومان مې باید ښوونځی ولولي نو ځکه کار باید وکړم، خو له کار سره مې مینه ډېره ده. د خوښۍ احساس کوم چې هېواد ته مې کار کوم ".

Image caption افغان پولیسه ذاکره د تورخم دروازې سره وظیفه ترسره کوي.

یوازې د تورخم پوله نه ده چې ښځینه سرحدي پولیسې لري. د افغانستان ۲۰ ولایتونه له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره ګډې پولې لري، د چمن ، اسلام قلعه حیرتانو او شېرخان بندر په څېر مهمو پولو کې د نارینوو پوله ساتو سرتېرو سره ښځینه هم په کار بوختې دي او دغه راز د افغانستان په هوایي ډګرونو کې هم د دوې ونډه د پام وړ ده.

هرات کې سرحدي پولیسه نجیبه وایي که څه هم اوس په قرارګاه کې په دنده ده خو کله چې پر پولو عملیات وي ګډون پکې کوي.

د افغانستان په پولیسو کې ۲۴ زره یې پوله ساتي دي چې ۲۰۹ هغه یې ښځینه دي.

د پوله ساتو پولیسو اداري مشر عیسی افتخاري د ښځینه سرتېرو خوارې ونډې ته ګوته نیسي او لاملونه یې د ده په ونیا دا دي چې په تشکیل کې یې "باید ۴۵۰ ښځینه سرحدي پولیسې وای، خو ټولنه کې واکمن دودونه او شرایطو ته په کتو چې ښځینه کارکوونکې ډېرو پولو ته ورتلی نشي نو ځکه دغه برخه کمه ده ".

Image caption ښځینه پولیسانې پر پوله اووښتونکو مېرمنو سره د دوی د ستونزو اوارولو کې اغېزمنې بللې شوي.

افغان پولیس ځواکونه که څه هم د خپلو قانوني دندو په خوا کې د جګړو لومړیو کرښو ته هم استول کېږي، خو د ښځینه پولیسو د لږوالي مسله تر ډېره بریده دودیز لاملونه لري.

د تورخم په څېر ډېرو سیمو کې پولیسو ښځو یو بل کولتور پاللی، هغه دا چې ښځې د ښځو پلټنه کوي.

هلمند کې ټپي شوې افغان افسرې ساه ورکړه

د عکسونو البوم د افغان پولیسو ځانګړي ځواکونه