د بندیزونو نوملړ ته نومونه څنګه ور زیات او ترې کمېږي؟

د انځور حقوق Spencer Platt
Image caption ګلبدین حکمتیار د ۲۰۰۳ کال په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې امریکا شامل کړ

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه د یوه رسمي لیک له لارې غوښتنه کړې چې د حزب اسلامي پر مشرتابه لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

ګلبدین حکمتیار د ۲۰۰۳ کال په فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې امریکا شامل کړ.

ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي وو چې پر ښاغلي حکمتیار د بندیزونو یو لامل د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره اړیکي دي او هغه ته یې پنا هم ورکړې ده.

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

'حزب اسلامي سره به سوله طالبان هم خبرو ته وهڅوي'

د ملګرو ملتونو په نوملړ کې د اشخاصو ترڅنګ ډلې او بنسټونه یا سازمانونه هم شاملېږي.

القاعده د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په کتاره کې شامله شوه.

د بندیزونو نوملړ ته شاملېدل

د انځور حقوق AREF KARIMI
Image caption هغه څوک چې د ملګرو متلونو د بندیزونو په لیست کې شامل شي پانګه یې کنګل کېږي او له یوه ځایه بل ته ازاد تګ راتګ نه شي کولای

هغه څوک چې د ملګرو متلونو د بندیزونو په لیست کې شامل شي پانګه یې کنګل کېږي او له یوه ځایه بل ته ازاد تګ راتګ نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د شواهدو او اسناد پر اساس امنیت شورا ته د هغو کسانو او ترهګرو ډلو نومونه وړاندې کوي چې غواړي د بندیزونو په لیست کې راشي.

خو د دولتونو وړاندیزونه باید له هغو شرایطو سره برابر وي چې ملګروتونو امنیت شورا د بندیزونو د لیست لپاره د شرطونو په ډول روښانه کړې دي.

ترهګریزې کړنې، نړیوال او ملي امنیت ته ګواښ او له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اشخاصو او یا هم ډلو اړیکي یې له یاد شویو مهمو شرطونو دي.

د بندیزونو په نوملړ کې د شاملېدو غوښتنلیک د امنیت شورا د بندیزونو جرګګۍ ته د څېړلو لپاره لېږل کېږې او وروسته بیا امنیت شورا ته د رایه اچونې لپاره وړاندې کېږي.

د بندیزونه مسوده له عملې کېدو مخکې باید د امنیت شورا د ټولو په ځانګړي ډول د پنځو دایمو غړو( امریکا، بریتانیا، چین، روسیه او فرانسې) هوکړه ترلاسه کړي.

د امنیت شورا له پريکړې وروسته، د عملي کېدو لپاره نړیوال پولیس او نورې نړیوالې ادارې لاس په کار کېږي او هر ځای کې یې شتمنۍ کنګل کېږي.

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپي له قوله، د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي کسان او ډلې له نیول کېدو وروسته د هګ په نړیوالې محکمه کې عدالت ته وړاندې کېږي.

خو د ښاغلي حکمتیار په څېر کسان چې له حکومت سره روغې جوړې ته غاړه کېږدي، له دغه نوملړه بېرته اېستل کېدای هم شي.

د بندیزونو له نوملړه د اېستلو شرایط

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدين حکمتيار له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کېښوده

د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه د اېستلو لپاره هم ځانګړي شرایط شته.

تر ټولو لومړی شرط دا بلل کېږي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه یې له دې لیسته د اشخاصو او یا هم ډلو د لرې کېدو رسمي غوښتنه وکړي.

دا غوښتنه د اصولو له مخې لومړی د امنیت شورا د بندیزونو د ارزونې جرګه ګۍ ته استول کېږي.

په غوښتنلیک کې ټول هغه اسناد او شواهد را وړل کېږي چې اشخاص او یا هم ډلې په کې له ترهګرۍ سره د اړېکو پرې کېدل ثابت کړي وي.

دا ډول غوښتنې حکومتونه مخامخ امنیت شورا ته او یا هم په ملګرو ملتونو کې د خپلۍ استازولۍ له لارې د امنیت شورا د بندیزونو جرګه ګۍ ته استول کېږي.

د دغې جرګه ګۍ مشري دوره یې وي او اوس یې مشري نیوزلینډ کوي، خو ټاکل شوې په لنډ وخت کې یې مشري قزاقستان ته ورکړل شي.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکي بي بي سي وویل، پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو د لرې کېدو لپاره یې امنیت شورا ته په استول شوي غوښتنلیک کې درې ډوله اسناد وړاندې کړي دي.

د سولې له بهیر سره د ښاغلي حکمتیار یو ځای کېدل، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرېکون او د خپلو ټولو وسله والو بې وسلې کول د غوښتننلیک مهمې برخې دي.

اوس دغه غوښتنلیک په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د افغانستان د بهرنیو چارو و زارت له لوري رسېدلی او ښايي غور پرې یو څه وخت وغواړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب