فاطمه رباني: خلک زما عکسونه زما د پلار پر ضد کاروي

فاطمه رباني د انځور حقوق FR
Image caption د فاطمه رباني د خپرو شوو تصویرونو په هکله نظرونه سره وېشل شوي دي.

ټولنیزو شبکو کې د وژل شوي جهادي مشر او د افغانستان پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د لور بې ټکري عکسونو خپرېدلو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

فاطمه رباني وایي افغانې ښځې او نجونې باید حق ولري پخپله پرېکړه وکړي چې پوړنی پر سر کړي که نه.

اغلې رباني له هغه وروسته دا خبرې کړې دي چې امریکايۍ "هارپرز بازار " مجلې چې د افغانستان د کورنیو سوداګریزو او فرهنګي محصولاتو پر یوې پروژې راپور ورکړی، د دې عکسونه خپاره کړل.

برهان الدین رباني، د پلویانو او مخالفینو له نظره

د رباني مړی خاورو ته وسپارل شو

هارپرز بازار مجلې کې د فاطمه رباني، د بل جهادي مشر او د سولې د عالي شورا د اوسني مشر پیر سید احمد ګېلاني د لمسۍ ایمان ثریا ناظمي او د یوې بلې افغانې کریمه صمیم عکسونه چاپ شوي چې د افغانستان محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي.

له هغه راپدېخوا پر ټولنیز شبکو او په ځانګړي ډول پر فېسبوک د فاطمه رباني عکسونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

فاطمه رباني وايي د عکسونو په اړه پر ټولنیزو شبکو غبرګونونو دا حیرانه کړې ده.

نوموړې د بي بي سي مریم امان ته وویل، ځینې خلک زما دغه تصویرونه زما د پلار پر ضد کاروي او زما په هکله ویلو ته څه نه لري.

فاطمه چې ۳۴ کلنه ده او له خپل مېړه سره متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي وايي "ټول بریدونه زما پر پلار کېږي. خو هغه نور ژوندی نه دی. ایا زما پلار د ازادۍ، د ښځو او د بیان د ازادۍ لپاره ونه جنګېد؟ پرما نیوکه کوونکي هماغسې چې زما پلار ته يې د ګواښ په توګه کتل ځکه چې اند یې متفاوت وو، ما ته هم ګوري ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جمعیت اسلامي جهادي تنظیم پخوانی مشر او د مجاهدینو پر مهال رییس جمهور برهان‌الدین ربانی

مېرمن رباني زیاتوي، هغه څه چې زه يې ډېره حیرانه کړم دا دي چې خلکو زما د تصویرونو اصلي هدف پام کې نه دی نیولی. دې وویل زموږ هدف د افغانستان محصولاتو ته بازار موندنه او په بهر کې یې مثبت انځور وړاندې کول وو.

اغلې فاطمه وایي "موږ افغانستان لپاره لوی هدف درلود خو د ټولنیزو شبکو کارونکو زموږ دغه هدف پرېښود او یواځې زما درېوو تصویرونو په هکله چې په کې پوړنی مې پر سر نه وو، ناوړه خبرې ولیکلې. "

پر ټولنیزو شبکو د فاطمه رباني د دغو تصویرونو په هکله نظرونه سره وېشل شوي دي. یو شمېر د مېرمن رباني دفاع کړې او د هغې دغه کار یې د هغې حق بللی دی. خو یو ډېرشمېر نورو بیا دې کړنې ته د هغې د پلار د سیاسي مخینې او اېډیولوژۍ ته اشارې کولو سره نیوکې کړې دي.

ډېری نیوکې پر دوو ټکو څرخې او دا چې د نوموړې پلار د نیوکه کوونکو په خبره افغانستان د اسلام په نامه جګړې کې برباد کړ، او دوهم دا چې جهادي مشر افغانستان کې ښځې پر کور کښېنولې او لور یې مودلېنګ کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برهان الدین ربانی اولادونه، فاطمه او شجاع رباني د عکسونو د کورني البوم د لیدو پر مهال

فاطمه دغو نیوکو ته په ځواب کې وایي "زما هدف مودلېنګ نه وو، زه د جامو نندارې ته نه وم تللی. کټ واک ته نه وم تللې. زما د افغانستان دودیزې جامې پر تن وې یواځې پوړنی مې پر سر نه وو. خو آیا د پوړني نه پر سر کول له ما ناوړه انسان جوړوي؟ له ما بده مسلمانه جوړوي؟ "

نوموړې زیاتوي "ما په مدرسه کې زده کړې کړي. ډاډمنه یم چې د اسلام په هکله زما پوهاوی له هغو چې پر ما یې نیوکې کړي ډېر دی. "

فاطمه ګېلاني وايي، زه مې فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکوم. نیوکې نشي کولی زما د کار مخه ونیسي. زما کار نړۍ ته د افغانستان د شتمن فرهنګ او تمدن مثبت اړخ ښوول دي. دا زما هوډ دی چې د افغانستان محصولات بهرنیانو ته وروپېژنم. لکه جامې، ګاڼه، قیمتي ډبرې او داسې نور.

د انځور حقوق FR
Image caption برهان الدین رباني د جهاد په موده کې

اړونده مطالب