جرمني کې 'د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان نه دی'

ماریا د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption ماریا لیدنبرګر د جرمنی په فریبرګ ښار کې د پوهنتون له مېلمستیا پلې ستنېدله چې برید پرې وشو.

په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق وایي داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي هغه کس چې څه موده وړاندې د جنسي تېري او قتل په تور ونیول شو، افغان وي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې جرمني کې یو ۱۷ کلن هلک په دې تور د دغه هېواد پولیسو ونیو چې د رپوټونو پر بنسټ یې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ وژلې وه. دغه نجلۍ ماریا لیدنبرګر نومېده چې د طب پوهنځي محصله او د کډوالو د یوه مرکز داوطلبه کارمنه وه.

جرمني- بریدګر غوښتل د وژل شوي ملګري غچ واخلي

کابل کې د جرمني او افغانستان د سل کلنو تاریخي اړیکو په اړه خبرې

پلټونکو ویل، پر ماریا لومړی جنسي تېری شوی و او بیا سیند ته غورځول شوې.‌

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption ماریا د طب پوهنځي زدکوونکې وه.

افغان سفیر وایي له ګونګوسو خپرېدو وروسته چې د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان دی، دوی د جرمني له پولیسو سره تماس ونیوه.

ښاغلی صدیق وايي "د جرمني پولیسو موږ ته وویل تر اوسه څه نه دي ثابت شوي ". ښاغلي صدیق زیاتوي "موږ ته پولیسو هم دا ثابته نه شو کړای چې دا کس افغان دی، ځکه موږ ترې وپوښتل چې نوم د زېږېدلو ځای او نور مالومات یې راکړئ، خو هغوی دا کار ونشو کړای ".

د وژل شوو افغانانو کورنۍ له جرمني تاوان غواړي

د جرمني ولسمشر- افغانستان یوازې نه پرېنږدو

د ښاغلي صدیق په وینا کېداي شي جرمني ته رسېدو سره یې ادعا کړې وي چې افغان دی، خو "په یوې ادعا څوک افغان کېدی نشي. دا کس افغانستان کې نه دی زېږېدلی او نه هم په هغو مرکزونو کې چې د افغانانو پېژندنه پکې کېږي چې سفارت او کونسلګري ده، د دې کس په تړاو اسناد نشته ".

ویل کېږي پېښه د اکتوبر پر ۱۶ شوې وه. کله چې ماریا لیدنبرګر د جرمنی په فریبرګ ښار کې د پوهنتون له مېلمستیا ستنېدله، په پلې لار کې پرې برید شوی و.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption د ماریا پلار د اروپایي ټولنې لوړپوړی چارواکی دی.

له پېښې وروسته د جرمني د لومړۍ وزير مرستيال رګمار ګابريل وویل د هغه افغان کډوال نيول بايد د خلکو "احساساتو د پارولو او د توطيې" لپاره و نه کارول شي چې پر يوې جرمنۍ نجلۍ د جنسي تېري او د وژلو تور پرې پورې دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کډوالو په اړه د ګوند په غونډه کې یو افغان ماشوم د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل مننه او ترې د لاسونو د لمس کولو غوښتنه وکړه