احمد اېشچي: جنرال دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

Image caption احمد اېشچي د عبدالرشید دوستم يو له سیاسي مخالفينو او د جوزجان پخوانی والي دی

احمد اېشچي چې د عبدالرشید دوستم يو له سیاسي مخالفينو او د جوزجان پخوانی والي دی، ادعا کوي چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او ساتونکو وهلی ډبولی، کالي یې ترې ايستلي او تېری یې پرې کړی دی.

د اروپايي ټولنې، امریکا او برتانیا سفارت په ګډون نړیوالې ټولنې د دې موضوع په اړه اندېښنه څرکنده کړې او له احمد اېشچي سره یې د بد چلند د ادعاو هر اړخیزه څېړنه غوښتې.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي دوستم د فتر په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي "په خپلو غبرګون کې له بيړې او قضاوت ډډه وکړي".

فارياب کې د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان برید شوی

جنرال دوستم: داعش د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو پلان لري

'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

ښاغلي اېشچي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د جمعې په ورځ ځايي وخت دوه بجې د وزلوبې په لوبغالي کې و چې د جنرال دوستم له خوا ور وغوښتل شو.

نوموړي وويل، دوستم هم په دغه لوبغالي کې موجود و او کله چې د دوستم ساتونکو دی دوستم ته وروست، هغه ته يې لاس وکړ او له روغبړ یې سره وکړ.

اېشچي وايي دوستم د روغبړ پر مهال ده ته سپکې سپورې وويلې او ویل یې چې "زه ستا او ستا د زوی له کړنو خبر يم. که اوس دې ووژنم او د اسونو تر پښو دې لاندې کړم، څوک به دې پوښتنه وکړي".

دی وايي، له دې وروسته د دوستم ساتونکو "زه پر ځمکه وغورځولم او دوستم زما پر ستوني پښه کېښوه، کنځلې يې راته وکړې او زما سپکاوی يې وکړ"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېشچي وايي دوستم د روغبړ پر مهال ده ته سپکې سپورې وويلې او ویل یې چې "زه ستا او ستا د زوی له کړنو خبر يم. که اوس دې ووژنم او د اسونو تر پښو دې لاندې کړم، څوک به دې پوښتنه وکړي".

ښاغلی اېشچي وايي، "له دې وروسته ښاغلي دوستم خپل کور ته بوتلم، کله چې کور ته د ننه شو ساتونکو ته يې غږ کړ چې ما له موټره راوباسي. کله چې دوستم وليدل زما پر تن د وزلوبې جامې دي، ساتونکو ته يې چې اته تنه وو، امر وکړ چې کالي يې وباسئ! حتی زما پرتوګ يې هم ووېست."

نوموړی ادعا کوي چې وروسته دوستم هم خپله وهلی دی.

نوموړی وايي، کله چې د دوستم ساتونکو ترې پرتوګ ووېست، خپله دوستم داسې وښووله چې پر ده تېری کوي او له ده فلم اخلي، وروسته يې ساتونکو ته امر وکړ چې پر ده تېری وکړي او فلم ترې واخلي.

ښاغلی اېشچي ادعا کوي چې سرتېرو او د دوستم ساتونوکو د ده مقعد ته نژدې برخه په وسله څېرلې او په خپله يې ظاهره کړ چې پر ما تېری کوي او فلم ترې اخلي.

نوموړي وويل، پنځه ورځې له پرتوګ پرته د دوستم په کور کې بندي ساتل شوی دی.

ښاغلی اېشچي وايي، له ۳۰ تر ۳۵ کالو له دوستم سره دښمني لري، ان د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې کله چې دوستم له ده وغوښتل په ټاکنو کې د ده له ټيم سره يو ځای شي، ده و نه منله.

نوموړی وايي، له پنځو ورځو وروسته د افغانستان ملي امنيت ته ولېږدول او وروسته خوشي کړل شو.

ښاغلی اېشچي وويل "هغو ټولو خلکو ته چې غږ مې اوري، شکايت کوم زما حيثيت دې بېرته پر ځای کړل شي".

د جنرال دوستم د دفتر غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دد جنرال دوستم دفتر غه پېښه د ځينو نامعلومو کړيو له خوا د جنرال دوستم پر وړاندې يو "تخريبوونکی عمل" بللی دی.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم دفتر د احمد ايشچي د ادعاوو او له ده سره د ناوړه چلند په اړه يوه اعلاميه خپره کړې او دغه پېښه يې د ځينو نامعلومو کړيو له خوا د جنرال دوستم پر وړاندې يو "تخريبوونکی عمل" بللی دی.

په دغه اعلامیه کې د غورماچ ناکامې توطيې (په غورماچ ولسوالۍ کې د دوستم د موټر پر کاروان بريد) ته اشاره کړې او احمد اېشچي يې "د جوزجان ولايت په ناامنيو کې" پر لاس لرلو تورن کړی دی.

په اعلامیه کې دارنګه ویل شوي چې احمد اېشچي د "امنیتي چارواکو" له خوا نيول شوی و.

د ارګ غبرګون

په دې اړه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خپره کړې اعلاميه کې چي د جنرال دوستم نوم نه دی په کې راغلی ويلي "د پېښې له وخته چې د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې له احمد خان اېشچي سره شوې دغه پېښه يې په جديت سره تعقيب کړې او هراړخيزه پلټنه ترلاس لاندې لري".

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، افغان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ځانګړې توګه د دغې پېښې په تړاو به قانوني مراحل پلي کېږي او د عدالت د پلي کولو په موخه هر څه چې د دغو پلټنو په پايله کې ثابت شي د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بېطرفۍ سره پرې اقدام وشي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دغه پېښه له نژدې څېړي

نړيوال غبرګونونه

اروپايي ټولنې، په کابل کې د امريکا او بريتانيا سفارتونو د سې شنبې په ورځ (۱۳ ډسمبر) د بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره د جنرال دوستم له خوا له محمد اېشچي سره د ادعا شوي ناوړه چلند په اړه اندېښنه ښوولې او په اړه یې د هر اړخېزې پلټنې غوښتنه کړې.

اروپایي ټولنه او د دغې ټولنې غړي هېوادونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، له افغان حکومته غوښتي له ښاغلي اېشچي سره د ناوړه چلند په اړه د خپرو شویو رپوټونو څېړنه وکړي.

ښاغلی اېشچي د ازبکانو يو سياسي فعال دی او ويل کېږي د جنرال دوستم کلیوال هم دی.

ورته مطالب