ملګري ملتونه وايي حکومتي پلوه ځواکونو حلب کې ملکيان وژلي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګري ملتونه وايي حکومتي پلوو ځواکونو حلب کې ملکيان وژلي

ملګري ملتونه وايي د سوریې حکومتي پلوه ځواکونه د حلب ختيځ کې کورونو ته ورننوځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې هر څوک وژني.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر ويلي داسې باوري بېلګې لري چې ښيي ۸۲ تنه ملکیان په کې ځای پر ځای وژل کېږي.

له څلور کلنې جګړې وروسته د سوریې پوځ اوس د دغه ښار بشپړه ولکه تر ګوتو کوي.

لسګونه زره خلک لا اوس هم د مخالفو جنګياليو تر ولکې لاندې برخو کې بند پاتې دي.

اړونده مطالب