د ولسي جرګې ځینې غړي د اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي

د انځور حقوق AFParliament
Image caption ولسي جرګه له اېشچي سره د دوستم ادعا شوی چلند د افغانستان د حیثیت زیانمنولو په معنا بولي.

د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تړاو د جوزجان د پخواني والي او د ملي اسلامي جنبش د پخواني مرستیال احمد اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي.

د احمد اېشچي ادعاوې د ولسی جرګې د بحث توده مسله وه، چې وایي، جنرال دوستم بندي او شکنجه کړی دی. د جرګې ځینې غړي وایي، له ښاغلي اېشچي سره د جنرال دوستم ادعا شوی چلند د افغانستان حیثیت زیانمنوي.

خو د جنرال دوستم پلویان دا ادعاوې بردوي.

اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

"غني د دوستم ټاکنې سره پر بشري حقونو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکړ"

'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د نننۍ غونډې مشري کوله، له حکومت د دې ادعاوو د څېړلو غوښتنه وکړه: "د ولسمشر د لومړي معاون او احمد اېشچي د ادعاوو په هکله د افغانستان له حکومت غواړو چې موضوع په عادلانه او جدي توګه وڅېړي، ترڅو سلامت او ملات معلوم شي او مجرم ته د قانون سره سم سزا ور کړل شي".

دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف او د ملي اسلامي جنبش پخواني مرستیال احمد اېشچي د سې شنبې په ورځ وویل، جنرال دوستم او ساتونکو یې وهلی او جامې یې ترې اېستلې دي او د جنسي تېري هڅه یې کړې ده.

د انځور حقوق .
Image caption اېشچي ادعا کوي چې جنرال دوستم خپلو ساتونو ته پر ده د تېري امر کړی و.

د اروپایي ټولنې، امریکا او برتانیا سفارتونو او نورو نړیوالو ادارو د احمد اېشچي سره د بد چلند په تړاو ادعاوو په هکله اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې هر اړخیزې پلټنې غوښتې دي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر په یوه بیانیه کې له نړیوالو ادارو غوښتي، چې په غبرګون کې له بیړې او وارمخکې قضاوت ډډه وکړي.

فارياب کې د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان برید شوی

د ولسمشرۍ د ویاند پرڅرګندونو د دوستم نیوکه

دوی خبرداری ور کړی چې دغه ادعاوې "اوس څېړل کېږي" او وارمخکې قضاوت او دریځ نیول "په حقیقت کې د ادارو او حکومتي چارواکو خپلواکي له پوښتنې سره مخ کوي".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي، چې په دې تړاو "هر اړخیزې پلټنې" کوي او عدلي او قضايي ادارې به د دې پلټنو له مخې "ګام" پورته کړي.

ورته مطالب