زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'زرداد نړیوالو محاکمو کې بري دی'

زرداد فریادي چې د حزب اسلامي یو له پېژندل شوو قومندانانو و او برتانیا کې په شلو کلونو بند محکوم شوی وو، نن کابل ته ستون شو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمېر پلویان نن سهار وختي د کابل هوايي ډګر کې د ښاغلي فریادي او حکمتیار عکسونه پر لاس ښه راغلاست ته ولاړ ول.

د امنیت شورا بندیزونو نوملړ ته نومونه څنګه ور زیات او ترې کمېږي؟

جرمني کې 'د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان نه دی'

''د هاګ محکمه دې د افغان مجرمینو جرمونه وڅېړي''

خو د کلکو امنیتي چمتووالو او هوايي ډګر کې د حزب اسلامي د پلویان له تمې سره سره، ښاغلی زرداد له هوايي ډګره له یوې نامالومې لارې واېستل شو چې پلویانو يې او خبریالانو دی ونه لیدلی شوای.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو
Image caption د زرداد یو شمېر پلویان نن سهار وختي د کابل هوايي ډګر کې د ښاغلي فریادي او حکمتیار عکسونه پر لاس ښه راغلاست ته ولاړ ول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، ښاغلی زرداد د افغانستان وګړی دی او د محکومیت د دورې له بشپړولو بېرته خپل هېواد ته راستون شوی.

ښاغلی فریادي داسې مهال هېواد ته ستنېږي چې وروستیو کې د افغان دولت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

''وژونکی امریکایی عسکر افغانستان کې محاکمه کړﺉ''

افغان کډواله 'تر اروپا د بدچلند مېړه له خوا تعقیبه شوې'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زرداد فریادي برتانیا کې په شل کال حبس محکوم شوی و.

د حکمتیار حزب اسلامي د طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي دولت نومې ډلې ترڅنګ د دولت د څلورو مخالفو ډلو یوه وه.

برتانیا کې د زرداد محاکمه

زرداد فریادي د ۲۰۰۵ زېږدیز کال جون میاشت کې، د لندن یوې محکمې کې د شکنجې، وژنې او انسان تښتونې د تورونو له څېړنې مجرم وپېژندل شو او په ۲۰ کال حبس محکوم شو.

ښاغلي فریادي د محکمې پر مهال ۴۲ کلن و او په دې تورن و چې د نوییمې لسیزې پیل کې د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال یې خلک ربړولي او یرغمل نیولي.

Image caption ښاغلی زرداد له هوايي ډګره له یوې نامالومې لارې واېستل شو چې پلویانو يې او خبریالانو دی ونه لیدلی شوای

د ده محکمه لندن او کابل کې له یو شمېر پراخو څېړنو وروسته ترسره شوه.

ویل کېږي له ده سرټکوونکو، کابل کې د برتانیا د سفارت له لارې داسې ویډیوګانې محکمې ته واستولې چې د ده د "جنایتونو شاهدي " ورکوي.

زرداد فریادي د ۹۲ او ۹۶ زېږدیزو کلونو تر منځ، د کابل جلال آباد د لویې لارې پر ځینو برخو واکمن ؤ.

د برتانیا د دولت حقوقي مشاور ښاغلی فریادي په دې تورن کړی و چې د خپلو سرتېرو په ملګرتیا یې د کابل تورخم پر لویې لارې، جوړو شوو پوستو کې بېګناه ولسي وګړي ځورولي، یرغمل نیولي او غلاوې یې ترې کړي.