زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو

د اسلامي حزب يو پخوانی قوماندان زرداد فریادي برتانيا کې له زندانه خوشي شوی او افغانستان ته استول شوی دی. زرداد ۲۰۰۵ کال کې د يوې برتانوۍ محکمې له لوري افغانستان کې د ربړولو، وژلو او انسان تښتولو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.

له ستنېدو سره يې کابل هوايي ډګر كې د هرکلي لپاره يو شمېر پلويان او د اسلامي حزب غړي ورغلي وو. خو له کلکو امنيتي تدبيرونو سره دی د امنيتي ځواکونو له لوري له يوې نامعلومې لارې ايستل شوی و.