"د هرات ځینې خصوصي ښوونځي پروا نه لري زدکوونکي یې ټولګي کې شته که نه"

Image caption د دې ښوونځیو نیمايي برخه زدکوونکي نجونې دي.

هرات یو سل او اووه دیرش خصوصي ښوونځي لري. اتیا زره زدکوونکي پکې زدکړې کوي، چې نږدې نیمایي برخه یې نجونې دي.

دا ښوونځي له زدکوونکو پیسې اخلي او له همدې کبله هم د دولتي هغو په پرتله ډېر مجهز دي.

خصوصي ښوونځي په دې ورسیتو کلونو کې ښې لاس ته راوړنې هم لري، هم د کنکور ازموینو او هم د ریاضي په المپیاد کې یې د هېواد په کچه لوړ مقامونه ګټلي، خو ځینو یې بیا تازه اندېښنه رامنځ ته کړې ده.

* د کندهار ښوونځي

* کونړ کې د ښوونځيو حال

په هرات کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر عبدالقدوس یاسین زاده بي بي سي ته ویلي چې د هرات لس سلنه خصوصي ښوونځي یوازې پیسې ترلاسه کوي او چندان د دې پروا نه لري چې زده کوونکي یې په ټولګي کې شته که نه.

ښاغلی یاسین زاده وایي ځینې دا ډول ښوونځي د سیاسي علایقو له کبله د قانون له منګولو هم ځان ژغوري:

"یو شمیر هغه ښوونځي پيژندل شوي چی په ټولګي کې له ګډون پرته زدکوونکي لري. په وړاندې یې اقدام هم شوی. د ښار د پوهنې کارکوونکي هره ورځ ورځي او خپله حاضري ګوري. موږ اجرایي قوه نه لرو او یوازې اخلاقي سپارښتنې کوو. ښایي داسې ښوونځي به هم وي چې د یو شمېر سیاسي او ټولنیزو کړیو سره اړیکي لري او د پوهنې اداره او موږ نشو کولی ورسره جدي چلند وکړو"

Image caption یاسین زاده د حصوصي ښوونځیو په تړاو مالی حسابونه هم د دې لامل بولی چې ځینې ښوونځي یواځې پیسو ټولولو ته مخه کړي.

د هرات د پوهنې اداره هم وایي، چې د دې ډول ښوونځيو په وړاندې به جدي چلند کوي، خو نه وایي، چې جدي چلند به څه وي.

د نوموړې ادارې مشر عبدالرزاق احمدي وایی:

"ټول دا ډول ښوونځي له څلور میاشتو را په دې خوا په جدي توګه زموږ د نظارت څانګې تر څار لاندې دي. یو شمېر یې چې ګومان کېږي ستونزې لري، د ازموینو په بهیر کې به د پوهنې ریاست له خوا ښوونکي ګمارل کیږي، پوښتنې به دوی جوړوي او نمرې به هم دوی ور کوي".

د دې ټولو سره سره په هرات کې خصوصي ښوونځي تود بازار لري. د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، خپل بچیان ځکه خصوصي ښوونځيو ته لیږي چې دا ښوونځي د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې د مسوولیت ډېر احساس لري.

* نيپال کې د ښوونځي ۶۸ کلن زده کوونکی

* هندي ښوونځي کې پړانګ شپږ کسان وداړل

د هرات یو اوسېدونکی محمد علي جعفري وایي، خوشال دی چې زوی یې په نادولتي ښوونځي کې زدکړې کوي:

"زما زوی د لومړي ټولګي نه تراوسه چې په یوولسم ټولګي کې دی په خصوصي ښوونځي کې زدکړې کړې او موږ د داسې ستونزې سره نه یو مخامخ شوي. داسې خصوصي ښوونځي هم شته چې که زدکوونکی پنځه دقیقې په ځنډ ورشي، ښوونکی یې ټیلېفون کوي او پوښتنه کوي چې ولې یې ځنډ کړی. خلک دې ښوونځيو ته پیسې ور کوي او دا فکر هم لري چې خصوصي ښوونځي ځواب ویلو ته تیار وي"

Image caption په کانکور او نورو ازموینو کې د خصوصي ښوونځیو زدکوونکي تر ډېره ښه ځلېدلي دي.

د هرات د خصوصي ښوونځيو ټولنه ګیلې هم لري. وایي داسې قوانین او لایحې وضع شوې چې ځینې ښوونځي ناوړه مالي ګټه اخیستنې ته هڅوي.

ښاغلی یاسین زاده په دې اړه وایی:

"خصوصي ښوونځي باید د زدکوونکي له پیسو لس سلنه د بانکي تضمین په توګه پرېږدي - مالیه یې سوداګریزه مالیه حسابېږې - برېښنا یې سوداګریزه برېښنا حسابېږي او د ایسا جواز هم باید واخلي - د ښاروالۍ جواز یې سوداګریز حسابېږي. ځینې ښوونځي چې خپلې اړتیاوې نشي پوره کولی، ناوړه ګټه اخیستنې ته مخه کوي چې خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي".

* د ماشوم روزنه او پالنه

* لويديځ کې د ماشوم روزنه

* د ماشوم روزنه: پر ځان باور پیدا کول

که څه هم دا ډول ستونزې د اندېښنې وړ بلل کېږې خو عمومي تصور دا دی چې د خصوصي ښوونځيو ګټه تر تاوان ډېره ده.

دې ښوونځيو نه یوازې په هرات بلکې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ګڼ شمېر کسانو لپاره د کار او عوایدو زمینه هم برابره کړې ده، خو تمه کېږي چې د خدماتو څرنګوالی یې هم لا ښه شي.

Image caption خصوصي ښوونځي د دولتي هغو په پرتله ډېر مجهز دي.