د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو

دوستم
Image caption ښاغلی دوستم سربېره پردې چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی د جنبش ملي اسلامي ګوند مشري هم کوي چې د افغانستان په شمال کې نفوذ لري

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي؛ د افغانستان پر مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د پخواني والي احمد ایشچي ادعاوو څېړل یې پیل کړي دي.

د ښاغلي ایشچي تر ادعاوو وروسته چې ښاغلي دوستم ورسره ناسم چلند کړی او ساتونکو یې پرې د جنسي تېري هڅه کړې، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دفتر وویل؛ ددې ادعا د څېړلو لپاره د قضایي بنسټونو له لارې ګام پورته کوي.

اوس د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وایي؛ په همدې هدف یو پلاوی ټاکل شوی او خپل کار په جدي توګه تعقیبوي.

+ اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

جمشید رسولي پردې په ټینګار سره چې د جرمي قضیو څېړل د لویې څارنوالۍ په واک کې دی، بي بي سي ته وویل؛ دا اداره حق لري هر وګړی چې سرغړونه وکړي، د هغه موقف ته له پام پرته ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ د ښاغلي ایشچي د ادعاوو په تړاو که لازمه شي د ښاغلي دوستم او ساتونکو لخوا د هغه د وهلو ډبولو او ناسم چلند تورونو ارزولو لپاره به د پېښې سیمې شمالي جوزجان ولایت ته سفر وکړي.

ښاغلي ایشچي د سه شنبې په ورځ (قوس/لیندۍ ۲۳مه) بي بي سي او ځینو سیمه ییزو رسنیو ته وویل؛ ښاغلي دوستم هغه په خپل کور کې د پنځو ورځو لپاره زنداني او بربنډ کړی او خپلو ساتونکو ته یې امر کړی چې هغه سره جنسي بدرفتاري وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی ایشچي وړاندې په جنبش ملي اسلامي ګوند کې د ښاغلي دوستم مرستیال و

دغو ادعاوو په پراخه کچه غبرګون راپارولی. د ښاغلي غني دفتر اسلامي ارزښتونو له مخې د انساني کرامت پر ساتنې او نړیوالو قوانینو ته د افغانستان ژمن پاتې کېدو باندې ټینګار سره ویلي؛ د ښاغلي ایشچي ادعاوې د قضایي ادارو له لارې ارزوي.

کابل کې ځینو سفارتونو او نړیوالو بنسټونو هم د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې ده.

+ "پر مرستیال ولسمشر تورونه؛ بهرنیو سفیرانو غني سره کتلي"

+ 'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

خو ښاغلي دوستم ته نژدې سرچینې د دا ډول ادعاوو طرحه کول او د ملاتړ لپاره یې څرګند شوي غبرګونونه د هغه د بدنامولو لپاره دسیسه بللې او ویلي یې دي چې ښاغلی دوستم "د ناځوانه خلکو په څېر چلند نه کوي."

د ښاغلي دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: "په دې لوبه کې ټول ښکېل سیاسي لاسپوڅي باید پوه شي چې د تفرقه اچونې وخت تېر شوی دی او موږ تر پخوا لا ډېر کلک ولاړ یو او ددې هېواد بې عزته دښمن به چې خپله جګړه یې د خپل وجود له ناولې برخې پیل کړی، پرېنږدو."

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په ګډون یو شمېر کسانو ښاغلی ایشچي طالبانو سره پر لاس لرلو تورن کړی دی.

ښاغلي فرهمند ټینګار کړی چې "موږ تردې ډېر لوی یو چې لویې جګړې په کوچنیو ډګرونو کې پیل کړو"، او په یوه ډول یې د ښاغلي ایشچي قضیه هغو کسانو سره تړلې چې طالبانو ته "ورور" وایي.