جلال اباد کې د خرما ۲۷۰۰ ونې، خو یوازې ۲۰ منه حاصل

Image caption بڼوال وایي په څلورم کال یې باید حاصل ورکړی وای، خو دا چې په سمه توګه یې ساتنه نه ده شوې یوازې سږ کال یې ۲۰ منه خرما ترې راټوله کړې.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ورکړل شویو خرماوو (کجورو) ونو نه سږ کال حاصل راټول شول.

په دې بڼ کې شپږ ډوله خرما کرل شوي.

جلال اباد په نارنج او مالټو یاد دی موږ پکې د خرما لټه کوله که څه هم لا له وړاندې په دې سیمه کې د خرما ونو خال خال حاصل ورکړی، خو د یوه باغ په ډول دا نوې تجربه ده چې د جلال اباد په ختیځه څنډه کې، په ۴۰ جریبه ځمکه کې شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې کینول شوي دي.

زه چې دې باغ ته ورغلم، له لسو ډېر کارګر دغلته د ونو ساتنه کوله بڼوالانو له ونو اضافې ښاخونه لرې کول او د اوبو رسولو لارې یې ور جوړولې. په دې هیله چې راتلونکی کال په پریمانه خرما خولې خوږې کړي.

۶۰ کلن رحیم شاه د خرما یوې ونې ډډ ته ناست و او په لومړنیو وسایلو چې په عام بازار کې یې پیرلي دي، کاروي:

''که مو وسایل برېښنایي شي کار به مو اسانه شي وخت به مو ډېر نه ضایع کیږي''.

دا ونې چې اته کاله وړاندې د متحده عربي اماراتو له خوا افغانستان ته ډالۍ شوې وې د ننګرهار ځمکه ورته مناسبه وګڼل شوه.

بڼوال وایي په څلورم کال یې باید حاصل ورکړی وای، خو دا چې په سمه توګه یې ساتنه نه ده شوې یوازې سږ کال یې ۲۰ منه خرما ترې راټوله کړې.

Image caption په دې بڼ کې شپږ ډوله خرما کرل شوي.
Image caption په دې بڼ کې شپږ ډوله خرما کرل شوي.

د بڼ ساتونکی قیوم اطرافي وایي د خرما روزنې برخه کې باید متخصصین وروزل شي:

''یو شمېر کسان باید نورو هېوادونو په تېره ایران او عربستان ته ولیږل شي چې هلته د خرما د روزنې برخه کې زده کړې وکړي ځکه اوس دغې برخه کې متخصصین نه لرو.''

په دغه بڼ له ۴۵ میلیونو ډیرو افغانیو پانګونه شوې او هر کال یو میلیون افغانۍ لګښت لري.

ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې که د خرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

له خرما په منځني ختیځ او عربي هېوادونو کې د بشپړو خوړو په توګه ګټه اخیستل کیږي .افغانستان کې یې بیا تر بل هر وخت په روژې او حج مراسمو وروسته لګښت ډیر دی، خو بازارونو ته یې له بهرنیو هېوادونو راوړل کیږي. تر ډېره له ایران او عربستانه.

دا چې هر کال افغانستان ته څومره خرما واردیږي د دې هېواد سوداګرۍ خونې د وارداتو برخه په دې اړه کره شمیرې نه لري.

د ننګرهار د کانال ریاست مشر غلام حضرت عبدالرحیم زی د دې بڼ د حاصلاتو په اړه وایي:

''راتلونکي کال کې مو دوه ټنه اټکل کړی چې حاصل به ورکړي نورو کلونو ته ان تر شل ټنو اټکل کېدای شي.''

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، که دولت د د دې بڼ روزنې ته پاملرنه ډېره کړي د خرما د واردتو کچه به راټیټه شي.

Image caption د ننګرهار د کانال ریاست مشر غلام حضرت عبدالرحیم زی د دې بڼ د حاصلاتو په اړه وایي: ''راتلونکي کال کې مو دوه ټنه اټکل کړی چې حاصل به ورکړي نورو کلونو ته ان تر شل ټنو اټکل کېدای شي.''

د کرنې پوهان وایي د افغانستان ځینې سیمې د خرما د ونوکینولو لپاره وړ دي د ننګرهار ولایت تر څنګ بل هغه فراه دی چې دوه کاله وړاندې په څلویښت جریبه ځمکه کې د خرما درې زره ونې کینول شوي.

په ټوله کې افغانستان کرنیز او مالدارۍ پلونکې سیمه یادیږي خو دا چې په سمه توګه د دې خلکو په کرنه او مالدارۍ لاسنیوی نه دی شوی نه یوازې نورو هېوادونو ته کرنیز توکي صادروي په کور دننه یې هم خپله اړتیا نه ده پوره هر څه کېدونکي دي خو لاس او خوارۍ غواړي.

Image caption ۶۰ کلن رحیم شاه د خرما یوې ونې ډډ ته ناست و او په لومړنیو وسایلو چې په عام بازار کې یې پیرلي دي، کاروي:
Image caption دا چې هر کال افغانستان ته څومره خرما واردیږي د دې هېواد سوداګرۍ خونې د وارداتو برخه په دې اړه کره شمیرې نه لري.

اړونده مطالب