۱۰۰ ښځې: غر هم د اوسېدو نه دی ښار هم دغسې دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زموږ په کلیوالو سیمو کې دود دا و چې که د پټي پر پوله به یوه میرمنه روانه وه نارینه په دغه پوله دتګ زړه نه ښه کاوه

زما خپله کیسه ښايي سمه و نه شم کولای چې د یوې ټولنې د یوې وګړې په توګه زما لپاره څه ته اړتیا ده او نورو ته څه ورکولی شم.

زه خبریاله یم او ډېرو ته به داسې زمرۍ ښکارم چې ګنې هیڅ د ډار تعویز پر غاړه نه لرم، خو که مې رښتیا پوښتۍ داسې نه ده.

ان د خپل دفتر په کوڅه کې په یوازې سر ډاډمن ګامونه نه شم اخیستی. د جګړې او نا امنۍ خبره هم نه ده چې ګولۍ دې اوریږي او زه دې په خپل سر ډاریږم، دلته مې د خپلې ټولنې هغه بدمرغه ویره په ذهن خوره وي چې زما ګڼې همزولې ترې ښه ساعت نه لري او که له جوماته راراونه وي او په لاس کې یې سیپاره وي هم انګیري چې د لارو او کوڅو ناست خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري او دې ته هم ځان په سپینه ورځ له ټولو ثوابونو سره ګنهګاره ښکاري.

زه د کابل ښار په خیرخانه کې د ښونځي وروستي ټولګي کې وم او ورسره د کانکور ازموینې لپاره تیارۍ کورس ته هم تللم.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاري فرهنګ مو همدومره د پت او درناوي په جامو کې و

د خپلې مشرې خور لاس به مې په ټوله لار نیولی و، خو همداسې چې زه ښونځي ته تللم زما په څېر کتاب په لاس هلک هم ورځ، ورځې راپسې و.

زما د لارې وروستی منزل درس و، خو د هغه هلک د مزل لاره یوه نه وه، کتاب یې یوازې د خپل ښه انسانیت تمثیل و او زما ځورونه یې اصلي هدف.

تر ما کشر ورور مې یوه ورځ زما د لارې ملګری و دا ورځ همدغسې بدمرغه وه چې زموږ پلونه شمېرل کیده او هلک راپسې دی، ورور مې د ځان لپاره ښه نه وه ګڼلې چې یو څوک یې د خور پلونه وڅاري، د هلک ګریوان یې نیولی او یو پربل یې سرې وینې ماتې کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې حالت دومره بې باوري راوستې چې له خپل پلار سره هم پیغله لور په لاره نه شي تللی

هره ورځ به ټولګي کې د درس ویلو غم راسره هومره نه و لکه د لارې د تللو او راتلو. دغه ډول ذهني ځورونو زما ډېرې همزولې دې ته اړ کړې چې زدکړو ته شا او د کاله میرمنې شي.

دا مې د خپل ژوند داستان نه دی زما د ټولنې د ګڼو بیلګو یوه یې ده او دا د دې دودیزې ټولنې کومه پخوانۍ بدي نه ده د جګړو د کلونو همزولې کیسه ده، چې زموږ هر بنسټ یي یا ونړاوه اویا یې لږ ترلږه له خپله ځایه بې ځایه کړ.

زموږ په کلیوالو سیمو کې دود دا و چې که د پټي پر پوله به یوه میرمنه روانه وه نارینه پر دغه پوله د تګ زړه نه ښه کاوه او هڅه به یې کوله چې لاره دې بدله کړي.

د کلي د ګودر او داوبو وړلو په ځای کې چې به نجونې یو ځای وې هیڅکله د نارینه د لیدل کیدو شونتیا نه وه او د هغو لپاره پیغور و چې څوک به په دغسې ځایونو کې ولیدل شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جګړې ناتار هرڅه تار په تار کړه

دغې سپیڅلتیا دومره ازادي مېرمنو ته ورکړې وه چې یوه ځوانه مېرمن بې له دې چې څادري (بورقه ) په سر کړي د کروندو کار او نورو اړتیاو لپاره له کوره وتله.

داسې هم کیده چې د لمانځه وخت به و میرمنې به د لارې پر سر په تیږه خدای ته ودریدې او دا یې نه ګڼله چې د څښتن کوم داسې مخلوق هم شته چې د دوئ په چال چلند دې بدې سترګې ونیسي، خو اوس د کلي کیسه هم بدله شوې، ما د خپل ټاټوبي یوه ځای کې لیدل کتار نجونې ښونځي ته روانې وې، ډله ځوانانو داسې څه هغوې ته ویل چې زما په ټولنه کې شرم دی.

هغو نجونو په پولو او پټیو کې لارې بدلې را بدلې کړې تا به ویل چې لار ورکې شوې او منزل ترې هیر دی .

ښاري فرهنګ مو همدومره د پت او درناوي په جامو کې و، هیڅکله د ښار په لوړ پوړو ودانیو کې اوسېدونکو خلکو د ټیټ پوړو غولي ته نه ورکتل او نه هم داسې نا انډولي وه چې کور دې په داسې ډول جوړ شي چې دبي وسو جونګړه دې ترې بې پردې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خواشينۍ خبره دا ده چې نارينه له دې بې خبره دي چې دغه کار پر ښځو نورې څه ناوړه اغېزې لرلی شي

د ګاونډیو حقونه پیژندل کیده پیغلو او زلمو خپلې لارې مالومولې او دا یې بنسټ و چې د ښار ژوند پر چوکاټونو او د یو بل پر معلومو پولو ولاړ دی.

هیچا د چا په کار کې لاس وهنه نه کوله او نه خو چا په لوی واټ د موټر په زوره هارن غږاوه، چې څوک دې ترې بد یوسي د هغو زلمو کیسه خو له یوې مخې نه وه چې د چا خور مور ته دې په بده وګوري.

دې حالت دومره بې باوري راوستې چې له خپل پلار سره هم پیغله لور په لاره نه شي تللی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حتمي ده چې په داسې ټولنه کې زما لپاره که د زمرۍ زړه هم ولرم د ډار جامې به پر تن ګرځوم

یوې ملګرې مې کیسه کوله چې یو همکار مې ودرولم په سپینو سترګو یې راته وویل ګلې پلار دې له نجونو سره ناسمې اړیکې لري په یوه ځای کې مې دهغې نجلۍ سره ولیده ماته د پلار په تړاو خبره هومره هیښونکې نه وه خودا راته نوې وه چې یو پردی څوک دې یو نجلۍ ته په جرات ووايي چې پلاردې بد انسان دی.

ملګرې مې وايي ما ځواب ورکړ هلته زه هم پلار بللې وم چې نورې همکارانې یې وې دا د نه باور انتها بللی شو.

چې نه د کلي کلتور پاتې شو او نه د ښار فرهنګ او د جګړې ناتار هرڅه تار په تار کړه، حتمي ده چې په داسې ټولنه کې زما لپاره که د زمرۍ زړه هم ولرم د ډار جامې به ورسره په تن ګرځوم.

د خواشينۍ خبره دا ده چې نارينه له دې بې خبره دي چې دغه کار پر ښځو نورې څه ناوړه اغېزې لرلی شي او دې خبرې ته یې هیڅ پام نه دی چې دا کړنې سبا د دوی خور او لور ځورولی او په کور کېنولی شي.

.

اړونده مطالب