لویه څارنوالي وايي د جنرال دوستم د قضیې په اړه پلټنې روانې دي

دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر همدې حال د افغانستان لویه څارنوالي وايي د جنرال دوستم قضیې په اړه ددوی څېړنې روانې دي، خو د ښاغلي دوستم دفتر ددغو نوو پرمختګونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې د دې هېواد لویه څارنوالي د جنبش اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د قضیې په تړاو پلټنه کوي او ښايي یو شمېر ښکېلو کسانو ته جلب ور واستوي.

د جوزجان ولایت پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی.

د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو

"غني د دوستم ټاکنې سره پر بشري حقونو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکړ"

بله خوا د افغانستان د ترکتبارانو د شورا مشراکبر بای ویلي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر وړاندې خپله پخوانۍ دوسیه بیا پرانیزي.

دی پر ښاغلي دوستم تور لګوي چې دی یې هم شکنجه کړی و.

ښاغلی اکبربای زیاتوي چې له حکومته غواړي له ښاغلي دوستم نه دې پوښتنې ګرویږنې وکړي او هغه دې د قانون منګلو ته وسپاري.

دی وايي "راتلونکې شنبه څارنوالۍ ته خپله دعوا سپارم او خپله دوسیه تعقیبوم. "

Image caption د جوزجان لایت پخواني والي احمد ایشچي د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی.

د افغانستان لویې څارنوالي څو ورځې وړاندې د احمد ایشچي د قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی. دا اداره وایې د دې قضیې په تړاو یې څېړنې دوام لري.

په افغان حکومت نړیوال فشارونه هم ډېر شوي چې باید د احمد ایشچي قضیه په سم ډول وڅېړل شي او عدالت پلی شي.

اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

د ښاغلي دوستم دفتر د دغو نوو پرمختګونو په اړه ویلي چې دوی اوس غبرګون ښودل نه غواړي، خو تر دې وړاندې د ښاغلي دوستم ویاند پرهغه لګېدلي تورونه رد کړي او دا یې د هغه د بدنامولو او سیاسي دریځ کمزوري کولو یوه دسیسه بللې وه.

"پر مرستیال ولسمشر تورونه؛ بهرنیو سفیرانو غني سره کتلي"

ورته مطالب