د افغانستان نوموتې پیلوټې نیلوفر رحماني امریکا کې د پناه غوښتنه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیلوفر رحماني په ۲۰۱۳ کال کې زده کړې بشپړې کړې او د افغانستان له هوایي ځواک سره یوځای شوه

د طالبانو رژیم تر ړنګېدو وروسته افغانستان کې د ښځو د وړتیا د سمبول په توګه راڅرګندې شوې لومړنۍ ښځینه پېلوټې نیلوفر رحماني په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د افغانستان د هوایي ځواک دغه ۲۵ کلنه پیلوټه تر څه دپاسه درېیو کلونو خدمت وروسته هیله منده ده چې په امریکا کې نوی ژوند پیل کړي.

آغلې رحماني ویلي؛ که هېواد ته ستنه شي، ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي.

نوموړې د ۲۰۱۵ کال په اوړي کې د سي - ۱۳۰ ډوله ترانسپورتي الوتکې په اړه د روزنې ترلاسه کولو لپاره امریکا ته لاړه. د روزنې موده یې د پنجشنبې په ورځ پایته ورسېده چې د روزنې د شرایطو له مخې هغه باید د شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته وګرځي. خو هغه امریکا کې پاتې کېږي.

رحماني د ارکنساس ایالت د راک ایرفوس هوایي ډګر کې چېرته چې نوموړې روزنه ولیده وویل؛ "ډېر مې خوښېږي د خپل هېواد لپاره الوتنې وکړم. دا هغه څه دي چې تل مې غوښتي دي"، "خو زه مې په ژوند وېرېږم."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دغې افغان پیلوټې له خولې لیکلي؛ "افغانستان کې وضعیت د ښې راتلونکې پر لور روان نه دی"، "حالات ورځ تر بلې خرابېږي."

نیلوفر رحماني په ۲۰۱۳ کال کې زده کړې بشپړې کړې او د افغانستان له هوایي ځواک سره یوځای شوه. خو ډېر ژر ورته پر ټېلفون او لیکلي ډول د مرګ ګواښونو ورکول پیل شول.

نیلوفر رحماني تېر کال د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا د زړورو ښځو جایزه ترلاسه کړه. د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما هغې ته د جایزې د ورکړې پرمهال په وینا کې ویلي و چې آغلې رحماني "د طالبانو او حتی د خپلوانو له ګواښ سره، سره دندې ته دوام ورکړ."

ترټولو لوی ګواښ یې د خپلو لرې خپلوانو لخوا و چې هغوی باور لري د نیلوفر مسلک د هغوی د کورنۍ پت او ویاړ زیانمن کړی.

د انځور حقوق Getty Images

آغلې رحماني د افغانستان د وسله والو ځواکونو لومړنۍ لوړپوړې غړې نه ده چې امریکا یا ګاونډي کاناډا کې د پناه غوښتنه کوي. په ۲۰۱۴ کال کې هم د افغانستان پوځ درېیو افسرانو هم د روزنې پرمهال هڅه وکړه له ماساچوست ایالت نه کاناډا ته وتښتي.

یوه ته یې پناه ورکړل شوه، دویم یې کاناډا ته لاړ او د درېیم کس د پناه غوښتنه رد شوې او اوس یې مدافع وکیل د استیناف غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د هوایي ځواک قومندان جنرال عبدالوهاب وردک په دې وروستیو کې هغو پیلوټانو ته چې امریکا ته د روزنې لپاره تللي د پناه نه غوښتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که دا کار وکړي بېرته به افغانستان ته وګرځول شي او بندي به شي.

د نیلوفر رحماني د پرېکړې په تړاو د افغانستان د هوایي ځواک یوه ویاند جلال الدین ابراهیم خېل ویلي؛ پیلوټان باید د روزنې دورې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته وروګرځي.

د انځور حقوق Getty Images

آغلې رحماني ویلي؛ که د پناه غوښتنه یې ومنل شي، نو دا به الوتنو ته دوام ورکړي، که هغه د امریکا هوایي ځواک سره وي یا هم سوداګریزو هوایي شرکتونو سره.

"هرڅه چې مې وکړل، زما ټول کړاوونه ددې لپاره چې زه په رښتیا غواړم الوتنه وکړم. دا زما ارمان و."

آغلې رحماني داسې مهال امریکا کې پناه غواړي چې ټاکل شوې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو اونیو کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړي او تمه کېږي چې دی به پر کډوالو او په ځانګړې توګه مسلمانانو محدودیتونه ډېر کړي.