فراه ولایت کې د طالبانو برید کې "۱۰" پولیس وژل شوي

نقشه فراه
Image caption د فراه ولایت ځینې سیمې ناارامې دي او طالبان پکې نفوذ لري

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایتي شورا رییسې ویلي؛ د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې لږ ترلږه ۱۰ پولیس مامورین وژل شوي

جمیله امیني د شنبې په ورځ (جدي/مرغومي ۴مه) بي بي سي ته وویل؛ طالب اورپکو تېره شپه د مرکز فراه ښار په څنډو د شمالګاه په سیمه کې پر دغې پوستې برید وکړ.

مېرمن امیني زیاته کړه؛ پر دغې پوستې د طالبانو تر برید وروسته سیمې ته کومکي سرتېري ولېږل شول، خو هغوی ونشوای کولی هلته د مېشتو امنیتي سرتېرو ژوند وژغوري.

د هغې په وینا، بریدګرو طالبانو ددغې پوستې ودانۍ ویجاړه کړې او ټولې وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

خو د فراه د والي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځه کسه دی.

د فراه ولایت چارواکو ویلي؛ په دې پېښه کې یو شمېر بریدګر هم وژل شوي دي.

طالبانو ددې برید مسوولیت منلی او ددې ډلې ویاند ویلي؛ دوی نهه دولتي سرتېري وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

د فراه ولایت ځینې کلیوالې سیمې ناارامې دي او طالبان پکې نفوذ لري. په وروستیو میاشتو کې د فراه ځینې سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.دي.

+ فراه کې د طالبانو برید کې اته پولیس سرتېري وژل شوي

+ فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۵کسانو ژوند اخیستی

ورته مطالب