افغانستان کې د زعفرانو کرکيله دوه نيم برابره زياته شوې

افغانستان کې د زعفرانو کرکيله دوه نيم برابره زياته شوې

افغانستان كې شمېرې ښيي چې سږ کال دغه هېواد کې د زعفرانو کرکیله له زرو هکتارو نژدې درې زره هکتاره مځکې ته لوړه شوې چې د تېر کال پرتله دوه نيم برابره زیاتوالی ښيي.

د افغان کرنې وزارت شمېرې ښيي چې سږنی کال يې بزګرانو شپږ میتریک ټنه زغفران تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې تېرکال دغه حاصلات درې نیم متریک ټنه وو.

د زعفرانو کښت څه باندی شل کاله مخکی په هرات کی پيل شوی و، خو سږ کال د دې ځانګړي پرمختګ لاملونه څه دی؟ محمد قاضی زاده رپوټ چمتو کړی.