پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۷ کاله

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۲۱مه روسان له لویې ماتې وروسته له افغانستان نه ووتل

نن د جدي/مرغومي شپږمه له هغې ورځې سره برابره ده چې نژدې ۳۷ کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ.

د دې برید په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او په میلیونونو نورو هېواد پرېښود.

د مرغومي ۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ۳۵ کلیزه

د ناټو ماموریت او د شوروي یرغل ورته والی

روسیې اوس هم د افغانستان له مسئلو لاس نه دی اخیستی او په دې وروستیو کې په کابل کې د دې هېواد سفارت ویلي وو، دوی له طالبانو سره اړیکه لري.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ واورولې چې په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر افغان ووژل شول، په میلیونونه نور یې معلول او کډوالۍ ته اړ کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د شوروي اتحاد نړېدل

''د شوروي یرغل، د روانې جګړې لامل شو''

د هغې جګړې قربانیان او کورنۍ یې اوس هم د عدالت په تمه دي. په افغانستان کې د خپلواکو مسلمانانو ټولنې غړی موسي فریور وايي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد برید هغه وخت نړۍ حیرانه کړې وه او د ملګرو ملتونو په ګډون نور بنسټونه هم افغانستان ته د جګړې له امله د اوښتي تاوان اخیستلو او عدالت غوښتلو لپاره چوپه خوله پاتې شول:

"د پخواني شوروي یرغل په لړ کې زموږ میلیونونه افغانان له هېواده ووتل، یونیم میلیون افغانان ووژل شول، روسیه چې اوس د پخواني شوروي اتحاد وارثه ده، موږ د غرامت غوښتنه کوو."

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې سرې لښکرې په افغانستان کې له سخت مقاومت سره مخامخ شوې. (انځور هرات کې د جهاد موزیم) دی.
د انځور حقوق AFP
Image caption کابل ته څېرمه په یوه لوی پوځي روزنځي کې د روسانو د جګړې پاتې شوي او له کاره لوېدلې پوځي توکي
د انځور حقوق AFP
Image caption روسانو ته هم افغانستان کې لویه مرګ ژوبله واوښته (یوه بوډۍ روسۍ افغانستان کې د خپلو وژل شویو خپلوانو د یاد په پار منسک کې د ګلانو ګېډۍ ږدي)

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د برید څه کم ۴۰ کاله تېرېږي، خو سیاسي شنونکي وايي اوس هم روسې د افغانستان له سیاسته لاس نه دی اخیستی.

په وروستیو کې په کابل کې د روسیې سفارت خبر ورکړ چې دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي.

فردوس کاووش چې د افغانستان او روسې اړیکې څاري، وايي له طالبانو سره د روسیې اړیکې کېدای شي یو وار بیا افغانستان د سیمې د قدرتونه د جګړې په ډګر بدل کړي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ

"تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د نړۍ د سترو ځواکونو او نړیوالو ترمنځ د افغانستان په اړه نظرونه له ستونزو سره مخامخ شول، روسانو افغانستان له خپلو سیالانو سره د سیالۍ میدان وګاڼه، نو زه فکر کوم له طالبانو سره د طالبانو اړیکه هم د هغه یوه برخه ده. روسان ځکه له طالبانو سره په اړیکه کې دي، چې د خپلو سیالانو ځواکونو لکه امریکا او ناټو غړو هېوادونو پرضد له طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.".

پخواني مجاهدین له روسیې تاوان غواړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې سیاست

د روسې سفارت وویلي له طالبانو سره د دوی د هېواد اړیکې د روسیې د اوسېدونکو د ساتنې او د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په موخه دي.

روسیه په داسې حال کې د سولې له بهیر سره د همکارۍ خبره کوي چې افغان حکومت او نړیوالو ملګرو یې کلونه د سولې راوستلو لپاره هڅې کوي خو تر اوسه یې څرګنده پایله نه ده ورکړې.

یوشمېر افغانان په دې باور دي، چې په افغانستان کې له تېرو نژدې څلورو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي اصلي لامل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحادي یرغل دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۱۶مه، ډېری شوروي ځواکونه له افغانستان نه وتلو ته هوسېدل چې ګني له خونړۍ جګړې په سلامتۍ وتونکي دي

ورته مطالب