د نیلوفر رحماني پنا غوښتنې ته پراخ غبرګون

د انځور حقوق .
Image caption نیلوفر رحماني د افغان پوځ پیلوټه

د افغانستان د هوايي ځواکونو ځوانې پیلوټې په امریکا کې پنا غوښتې. دې پرېکړې ته یې په خواله رسنیو کې رنګارنګ غبرګون ښودل شوی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، مېرمن رحماني په امریکا کې د اوږدمهالو روزنیزو زدکړو له پای ته رسولو وروسته په دغه هېواد کې پنا غوښتې ده.

امریکايي رسنۍ د نیلوفر رحماني له خولې دې او کورنۍ ته یې د وسلوالو طالبانو او ځینې خپلوانو ګواښ د پناغوښتنې دلیل بولي.

* افغان پیلوټانې الوتنو ته لېواله دي

* د سیاسي نظام په جوړولو کې د ښځو رول

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، افغان حکومت هیله من دی چې امریکايي چارواکي به د مېرمن رحماني پنا غوښتنه ونه مني.

هغه له رویټرز سره په خبرو کې زیاته کړې: " چې سرتېری له ناامنۍ او ګواښ شکایت کوي، نو عادي خلک څه وکړي".

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې مېرمن رحماني د پنجشنبې په ورځ خپلو روزونکو ته ویلي، افغانستان ته تګ نه غواړي او په امریکا کې د پیلوټۍ هیله لري.

پراخ غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رحماني په امریکا کې له روزنې مخکې هم مسلکي زدکړې کړې وې.

ډېرو فیسبوک کارنو د نیلوفر رحماني د پنا غوښتنې خبر شریک کړی، په افغانستان کې یې پر امنیتي وضعیت ناهیلي ښودلې او د هغې پاتې کېدل یې د افغان نجونو د ناهیلۍ په مانا بللي دي.

نورو ډېرو د هغې پر پنا غوښتنه اعتراض کړی، لیکلي یې دي، د افغانستان په پیسو او پانګونې تر دغه ځای ورسېدله او په پایله کې اوس خپل هېواد په داسې مهال پرېږدي، چې اړتیا ورته لري.

نورو پر مېرمن رحماني نیوکه کوونکو ته ویلي، د افغانستان سخت وضعیت ته باید پام وکړي، نوموړې باید درک کړي او زیاته کړې یې ده، چې هغې تراوسه هم افغانستان ته ډېر خدمت کړی دی.

ګواښ

د انځور حقوق US Embassy Afghanistan
Image caption نیلوفر رحماني تېر کال د "زړورې ښځې" جایزه وګټله

په وروستيو کلونو کې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې نیلوفر رحماني په خړه درېشۍ او لمري سترګیو(د لمر ضد عینکو) کې په ځان باورمنه څرګنده شوه.

هغه د نوي افغانستان لپاره د خوښۍ سرچینه او د پېغلوټو لپاره د هیلې سمبول وه.

نیلوفر رحماني له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره تېر کال په مرکه کې له فیشار او ګواښ شکایت کړی و.

د هغې په خبره، په رسنیو کې څرګندېدلو یې پر مثبت اغېز سربېره ډېره زیانمنه کړې هم ده. هغې دا هم ویلي و، چې پاکستاني طالبانو اول د ټیلیفون او بیا د لیک له لارې ګواښلې او ورته لیکلي یې دي چې "له ملالې پند واخلي".

هغې ډېر کلونه د پيلوټۍ هیله درلوده او ویلي یې دي له دې مسلک سره یې مینه وه، خو ان دودیزو خپلوانو یې هم ګواښلې او کورنۍ یې ارام له لاسه ور کړی دی.

نیلوفر د بریالیو افغان مېرمنو سمبول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیلوفر رحماني د نورو مېرمنو او پېغلوټو لپاره هیله وه.

نیلوفر رحماني ۲۵ کلنه ده، تېر کلونه په افغان ټولنه کې د بدلون لپاره د ښځو د زیار او هڅو سمبول وه. د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ۲۰۱۵ کال هغې ته د 'زړورو ښځو' جایزه ور کړه.

مېرمن رحماني پر ۲۰۱۲ کال مسلکي زدکړې بشپړې کړې او C۲۰۸ - کارگو الوتکو د الوت سند یې ترلاسه کړ.

په امریکا کې له روزنیزې دورې بشپړولو وروسته ټاکلې وه چې د شنبې په ورځ افغانستان ته ستنه شي.

په داسې ډګر کې کار یې ډېرو کسانو ته په زړه پورې و چې تر ډېره د نارینه وو ځای ګڼل کېږي.

امریکا د افغان ځواکونو پر روزنه او سمبالښت په میلیاردونو ډالر لګولي دي.