د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې سیاست
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې سیاست

ډېر په دې باور دي چې په افغانستان کې د مجاهدينو مقاومت ځپلو په پلمه د شوروي یرغل، پای کې د همدوی د ماتېدو لامل شو. د پخواني شوروي اتحاد د ميراث په گدۍ ناسته اوسنۍ روسيه لا هم له افغانستانه ډار لري.

اوس مسکو پاکستان او چين ورغوښتي چې پر افغان مسايلو ورسره وغږېږي.

سيد عبدالله نظامي د افغانستان د پخواني کیڼ اړخي حکومت له وزير او سياستوال سليمان لايق سره خبرې کړي او لومړى يې په افغانستان کې د شوروي د ښکېلېدا په تړاو ترې پوښتلى چې همدا یې د ماتېدا لامل شو که څنګه؟