کابل ښاروالي: د ښاري ترانسپورت ستونزه په بشپړه توګه حل کوو

ترافیک
Image caption کابل ښاریان تل شکایت لري چې ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده

د کابل ښاروالۍ ویلي؛ ددغه ښار د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه په پام کې لري.

اټکل کېږي چې د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې شاوخوا ۵ میلیون کسان اوسېږي. د ښاریانو نیوکه دا ده چې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د تګ راتګ لپاره عمومي ارزان بیه ترانسپورت ته لاسرسی نه لري.

اوس د کابل ښاروالي وایي؛ ددغو ستونزو د حل لپاره د پایدار ترانسپورتي سیسټم جوړولو لپاره یې پلانونه جوړ کړي.

د کابل ښاروال عبدالله حبیب زي نن چهارشنبه (جدي/مرغومي ۸مه) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د ښاروالۍ چارواکي له بین المللي موسسو سره په همغږۍ ښاري ترانسپورتي ستونزې ارزولي او هغوی ته یې حل لارې لټولي دي.

ارزانه او خوندي والی، پاک او د ژوند چاپیریال ته مناسب ترانسپورت ته د ټولو لاسرسی او د تګ راتګ لپاره د بېلابېلو غوراویو شتوالی د هغې طرحې هدفونه چې ښاروالۍ په پام کې نیولي.

ښاغلی حبیب زی وایي؛ ددې طرحې او پروګرام د اجرا لپاره، ددې ادارې پر عایداتو سربېره، نړیوال بانک او جاپان هم د مرستې ژمنې کړې دي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وایي؛ د ښاري بسونو لپاره د مسیر او تمځایونو ټاکل، د سړکونو معیاري کول، د اوبو د کانالونو په جوړولو د ځمکې د سطحې اوبو مدیریت او د هغوی پاکول او د لاس پلورونکو داسې ځای پرځای کول چې د هغوی معیشیت زیانمن نشي ددوی له لنډمهاله پروګرامونو دي چې عملا کار پرې پیل شوی.

+ ښار کې اوبو درېدو، کابل ښاروالي بېړنۍ کمېټې جوړولو ته اړ کړه

+ وروستیو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ عواید دوه برابره شوي

همداراز د هغه په وینا، ټاکل شوې د ښاري ترانسپورت د تنظیم په هدف، د کابل ښار د ترافیکو مدیریت له کورنیو چارو وزارت نه د کابل ښاروالۍ ته ولېږدول شي. ددې طرحې د عملي کېدو بهیر د ولسمشر د حکم ترلاسه کولو وروسته اوسمهال د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوې کمېټې لخوا روان دی.

د کابل ښار په لارو او پیاده لارو کې لویې سمټي موانع، ددغه ښار د ترانسپورت بله ستونزه ده.

کابل ښاروالي وایي؛ دوی داسې طرحه بشپړه کړې چې له مخې یې هغو کسانو ته چې له امنیتي پلوه اندېښمن دي نور پیاوړي او معیاري دیوالونه طرحه کېږي چې پر لارو او پیاده لارو کې به موانع رامنځته نه کړي.

د کابل ښار په پروګرام کې راغلي: "که چا بیا هم ټینګار درلود چې پر سړکونو او پیاده لارو موانع جوړې کړي، له هغوی به ډېر لوړ فیس واخستل شي ترڅو ددوی اکثریت له دې کاره لاس واخلي."

Image caption اوسمهال د افغانستان د ملي بس شرکت ډېر موټرونه له کاره لوېدلي دي

منځمهاله او اوږدمهاله پلان

د زېربناوو د ښه والي کمېټې جوړول، د زېربنایي تشکیلاتو په جوړښت کې اصلاحات، د ښاري ترانسپورت لپاره د ستندردونو جوړول، د عمومي ترانسبورت ماسټرپلان رامنځته کول، د ښاري چټکو بسونو (مټروبس) د لیکو ټاکل، د ټکسي چلونې مدیریت کړنلاره جوړول، د ترافیکي تاسیساتو ساتنه او نصبول، هرکال د هوا ککړتیا پنځه سلنه راټیټول، د شنو ساحو جوړول او د عامه پوهاوي په هدف د کمپاینونو ترسره کول د کابل ښاروالۍ منځمهاله پروګرامونه دي.

+ د کابل ښاروالۍ 'فساد' تورن دوه چارواکي نیول شوي

د کابل ښاروالۍ سرپرست؛ د ښاري چټکو بسونو ۱۱۱ کیلومتره سېسټم رامنځته کول، د ښار په دروازو کې د ترانسپورتي ترمینلونو جوړول، ښار ته د ننوتلو په لارو کې د ځیرکو دروازو ځای پرځای کول، له سړکونو د څارنې او ساتنې خصوصي کول، د ځمکې د سطحې اوبو پایدار مدیریت ماسټرپلان جوړول او د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د پیاده لارو او د عامه ترانسپورت سیمو بېلول ددې ادارې اوږدمهاله پلانونه دي.

چارواکو په وار وار ویلي چې کابل د اوسني نفوس ظرفیت نه لري، بلکې ددې ښار بنسټ د ۵۰۰ زره نفوسو لپاره د تګ راتګ له محدودو اسانتیاوو سره اېښودل شوی.

خو اوسمهال په دې ښار کې ۵۰۰ زره موټر تګ راتګ کوي. ډېر په دې باور دي چې د ښاري عامه ترانسپورت بیا رامنځته کول بیا کتنې ته اړتیا لري. ونه