کابل کې د 'زر کتاب لوستونکې څېرې' وړیا کتابتونونه

Image caption د ندیم په نوم یو ځوان د هغو رضا کارو ځوانو بهیر ته کتابونه راوړي وچې هڅه کوي د مطالعې د کلتور په دودولو کې ونډه واخلي او وړیا کتابتونونه جوړ کړي.

په کابل کې یوه ډله ځوانان د "زر کتاب لوستونکې څېرې" په نوم کمپاین سره غواړي وړیا کتابتونونه جوړ کړي.

دغه لوستي ځوانان وایي، دا پرېکړه یې هغه مهال کړې وه چې محصلان وو.

دا رضاکار ځوانان تمه لري په بېلابېلو برخو کې زرګونه کتابونه راټول کړي.

زموږ همکارې زمزمې نیازۍ پرې دغه راپور چمتو کړی دی.

شعرستان او درې کمالونه یې

د ندیم په نوم یو ځوان د هغو رضا کارو ځوانو بهیر ته کتابونه راوړي وچې هڅه کوي د مطالعې د کلتور په دودولو کې ونډه واخلي او وړیا کتابتونونه جوړ کړي.

تېره یوه نیمه لسیزه د دې شاهدي ورکوي چې افغان دولت د راتلونکي او اوسني نسل لپاره د زده کړو علمي مرکزونه جوړ کړي او تر ډېره یې د زده کړو لپاره زمینه برابره کړې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امريکا کې د اسلامي کتابونو نندارتون

ندیم وایي د مطالعې د کلتور دودولو ته باید لا هم کار وشي:

"موږ باید دغه کلتور ته کار وکړو ځکه د مطالعې کلوتر بیخي پیکه دی".

اوږدو جګړو د ډېرو افغانانو ژوند تریخ کړی، خو بیا هم افغان ځوانانو له زده کړو لاس نه دی اخیستی او غواړي نورو ځوانانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړې.

په کابل کې هغه ځوانان چې د "زر کتاب لوستونکې څېرې" په نوم یې د کتابونو راټولو کمپاین یې پیل کړی وایي هغه مهال چې دوی محصلان و و او لوړو علمي سرچینو ته یې لاسرسی ستونزمن و نو هوډ یې وکړ چې د پوهنتون له زدکړو وروسته به وړیا کتابتونونه جوړوي.

درې میاشتې کیږي دغه کمپاین پیل شوی، تر دې دمه یې اوه سوه کتابونه راټول کړي او د دریمې کارتې په سیمه کې یې کتابتون جوړ کړی دی.

د دې ډلې یوه غړې ناجيه عليزاده د دغه کتابتون د جوړېدو په اړه وايي:

"ځوانان پرته د پوهنتون له چپټره نور کتابونه نه لولي او دا هغه څه ده چې ډېر ځوانانو علمي کچه ټیټه ده."

په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د رضاکارو ځوانانو له خوا د کتابتونونو د جوړولو چارې ښه ځای نیولی دی.

۵۰ زره کتابونه

د عطاء الله ویسا په نوم بل ځوان تېرو شپږو کلونو کې په کور دننه او بهر مېشتو افغانانو څخه تر پنځوسو زرو ډېر کتابونه راټول او په سویل او سويل ختيزو ولایتونو کې يې اووه کتابتونونه جوړ کړي دي:

Image caption درې میاشتې کیږي دغه کمپاین پیل شوی، تر دې دمه یې اوه سوه کتابونه راټول کړي او د دریمې کارتې په سیمه کې یې کتابتون جوړ کړی دی.

"لومړی کتابتون مې په خپل کور کې جوړ کړ غوښتل مې له خپل کوره یې پیل کړم موږ غواړو په ټولو ولایتونو کې کتابتونه جوړ کړو او ځوانان وهڅو چې مطالعه وکړي."

د کتاب لوستنې کلتور د دودولو او د خلکو د پوهاوي کچې د لوړاوي په موخه په هلمند، کندهار، بامیان، خوست او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان فرهنګیانو رضاکارانه فعالیتونه دوام لري.

خو افغانستان تر اوسه د زده کړو په برخه کې ډېرې ستونزې لري، لکه زده کوونکو او محصلانو ته د کتابونو کمښت، خو له دې هر څه سره بیا هم د افغان رضاکاره ځوانانو دغو هڅو علمي سرچينو ته د لوستو کسانو د لاسرسي په برخه کې هيلې راټوکولې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب